کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۱): په کاپیسا کې سیمهییز خبریال او په دغه ولایت کې د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې ولایتي مرستیال عبدالحنان محمدي نادرکه شوی دی.
د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي: «د محمدي د کورنۍ غړي د ټولنې له مشرتابه سره په خبرو کې وایي، هغه د یکشنبې په سهار (د غبرګولي ۲۲مه) له خپل یوه ملګري سره د یاد ولایت د حصه اول ولسوالۍ له مربوطاتو نادرکه شوی؛ د محمدي د اړیکې شمېرې بندې دي.»
دغې ټولنې لیکلي چې د عبدالحنان محمدي د برخلیک روښانه کېدو لپاره یې هڅې روانې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې، د کاپیسا ولایت له مسوولینو سره په نږدې خبرو کې د محمدي د موندلو لپاره د هغوی د هڅو غوښتنه کړې ده.
سرچینه زیاتوي: «ټولنه د دغې پېښې له امله خپله ژوره اندېښنه ښيي او تمه لري چې هر څه ژر د ښاغلي محمدي برخلیک معلوم او بېرته د خپلې کورنۍ او د هېواد د رسنیزې ټولنې غېږې ته را ورګرځي.»
عبدالحنان محمدي له درېیو میاشتو راهیسې له پژواک خبري اژانس سره په کاپیسا کې د خبریال په توګه همکاري لري.
حکومتي سرچینو تر اوسه د محمدي د نادرکه کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
Views: 57