Pajhwok Afghan News

یو افغان خبریال ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو ډبولی، خو پولیس وایي داسې پېښه نه ده ثبت شوې

کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۱): يو افغان خبريال اکرام عصمتي وايي، کابل کې «امنیتي ځواکونو» ډبولی دی، خو پولیس وايي، که څه هم داسې کومه پېښه نه ده ثبت شوې، خو د عاملینو د موندلو او قانون ته د سپارلو لپاره یې هڅې کوي.

محمداکرام عصمتي وايي، تېره ورځ (د غبرګولي ۲۴مه) د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند په يوه چک پاينټ کې ولاړو کسانو ودراوه، تلاشي یې کړ او بیا یې د قرغې لور ته يووړ او هلته يې وډباوه.

هغه وایي چې وروسته یې د کابل له امنیه قوماندانۍ سره اړیکه ونیوه او قوماندانۍ ورته وویل چې په دې اړه پلټنه کوي.

عصمتي وایي، کابل‌نیوز سره یې کار کاوه، خو د روانې غبرګولي میاشتې په ۲۳مه له دندې لرې شوی دی.

د کابل امنیه قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ پر خپل ټويټر ليکلي چې یو خبریال (محمد‌اکرام عصمتي) چې په ټولنیزو رسنیو کې یې ویډیو لاس په لاس کېږي او ادعا کېږي چې د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند د چهارراهي قنبر څلور لارې سره نږدې په یو چېک پاینټ کې ولاړو امنیتي کسانو په دې جرم وهلی چې ګویا یاد خبریال ږیره خریلې او درییشي یې اغوستې ده.

ځدراڼ تېره ورځ ليکي: «له یاد خبریال سره له تماس وروسته د کابل امنیه قوماندانۍ د پېښې د څېړنې په موخه یو پلاوی ولېږلو چې د یادې سیمې د امنیتی مسؤلینو سره له مخامخ لیدنو وروسته ښکاره شوه چې نن ورځ په یاده سیمه کې امنیتي یا استخباراتي مسوولینو سره د دا ډول چلند کومه پېښه نه ده ثبت شوې.»

د سرچينې په وينا، د عصمتي په خوښه د امنیه قوماندانۍ له لوري حوزې ته هدایت ورکړل شو چې په یاده پېښه کې ښکېل کسان پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

Views: 160

Exit mobile version