Pajhwok Afghan News

اروزګان کې د راکټ د سلګونو مرمیو یوه زېرمه کشف شوې

ترینکوټ (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۱): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د راکټ د سلګونو مرمیو یوه زېرمه کشف شوې او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.

د یاد ولایت امنیه قوماندان ملا عبدالله بشیر پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه زېرمه د ترینکوټ د سرې کلا سیمې په یوه کور کې کشف شوې چې د راکټ ۳۱۴ مرمۍ پکې ساتل کېدلې.

هغه زیاته کړه، په دغه تړاو د عیسی محمد په نوم یو کس هم نیول شوی چې د پلټنو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوی دی.

نوموړی له هغو کسانو سره د جدي قانوني چلند خبر ورکوي چې په ناقانونه توګه وسلې ساتي او د خلکو امنیت ګواښي.

د ترینکوټ ښار اوسېدونکي د راکټ مرمیو د یادې زېرمې پر موندلو خوښ دي، خو دې ته بیا اندېښمن دي چې لا هم خلک په کورونو کې په ناقانونه توګه وسلې ساتي.

د ترینکوټ ښار یوه اوسېدونکي سمیع‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، په اروزګان کې د جګړو له وختونو ډېرې وسلې او نور مهمات پاتې دي چې خلک یې په کورونو کې په پټه توګه ساتي.

هغه زیاته کړه، په دغه بڼه د وسلو او نورو نظامي توکو شتون د خلکو امنیت ګواښلی شي.

نوموړی له امنیتي ادارو غواړي چې د امنیت د خوندیتوب په موخه لازم ګامونه واخلي.

Views: 211

Exit mobile version