Pajhwok Afghan News

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد غوره لیکوالان، فرهنګیان او هنرمندان ستایي

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۱): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت چارواکي وايي، په فرهنګي ډګر کې مسوولیت لري چې د هېواد له کلتوري، دیني او ملي ارزښتونو ساتنه وکړي.

د باختر اژانس د خبر له مخې، دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق‌الله عزیزي د ۱۴۰۱ لمریز کال د هنري او فرهنګي جایزو لپاره د ارزونې پلاوي د همغږۍ په غونډه کې وکړې.

عزیزي وویل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په فرهنګي ډګر کې مسوولیت لري چې د نورو برخو ترڅنګ د هېواد له کلتوري، دیني او ملي ارزښتونو څخه ساتنه وکړي.

نوموړي وویل، د فرهنګي او هنري جایزو د وېش له لارې به وکولای شي چې غوره فرهنګیان، هنرمندان، لیکوالان او د فن خاوندان وستایل شي.

هغه د قضاوت له پلاوي هیله وکړه چې اسلامي او ملي ارزښتونو ته په کتو سره عادلانه او منصفانه قضاوت وکړي.

د راپور له مخې، ټاکل شوې چې د فرهنګي او هنري جایزو سیالۍ د مقررې پر بنسټ د زمري د ۲۸مې په ویاړ جوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې له یوې میاشتې راهیسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خلکو فرهنګ ریاست د اثارو راټولول پیل کړي او دغه غونډه د فرهنګي او هنري برخو (د هېواد کلتور، ادبیات، راډیو ټلوېزیون، فلم، تیاتر، ترنم او ترانې، انځوریز هنرونه او ژورنالیزم) د قضاوت پلاوي همغږۍ لپاره جوړه شوې وه.

په غونډه کې د هرې برخې قضاوت پلاوي او داوران وټاکل شول او هغوی د قضاوت پر څرنګوالي هم بحثونه وکړل.

په غونډه کې د خلکو فرهنګ ریاست د راټولو شوو اثارو په اړه معلومات ورکړل چې په ټولیز ډول تر اوسه په ټولو برخو کې ۱۸۸ فرهنګي – هنري اثار له مرکز او ولایتونو څخه راټول شوي دي.

Views: 96

Exit mobile version