تالقان (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۱): ګلخان چې په تخار ولایت کې د یوې اته کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري، اعتیاد اړ کړی چې د کورنۍ پر ځای کنډوالو ته ترجیح ورکړي او په کثافاتو کې شپې سبا کړي.
دا د مازیګر له لمانځه وروسته وخت او لمر ورو ورو په لوېدو و؛ دا هغه مهال و چې زه د تالقان د سیند پر غاړه تېرېدم؛ ناڅاپه مې سترګې پر ځینو کسانو ولګېدې چې د تالقان سیند په یوه څنډه کې د کثافاتو په منځ کې سره راټول شوي وو؛ د دوی پر سر ناپاک دستمالونه او له کثافاتو ډکې بورۍ وي او له تورو لاسونو یي ظاهراْ داسې ښکارېدل چې له کلونو راهیسې یې نشهیي توکو ته مخه کړې وي؛ هغه توکي چې په افغانستان کې یې د زرګونو کسانو ژوند تباه کړی دی.
که څه هم د ماښام لمونځ د ساعت له هرې ثانیې سره را نږدې کېده؛ خو بیا هم د یوې شېبې لپاره غلی شوم او فکر مې وکړ چې دا خلک هم انسانان دي، د نورو په څېر د ښه ژوند کولو حق لري، نو بیا ولې په داسې ځای کې چې له کثافاتو ډک دی د سیند د ککړو اوبو ترڅنګ ناست دي؛ دغه وضعیت دې ته اړ کړم چې له دوی سره خبرې وکړم؛ په داسې حال کې چې د دوی له خوا د برید کولو وېره هم راسره وه.
د دغو کسانو له منځه، ګلخان له لسو کلونو راهیسې نشهيي توکي کاروي او راسره خبرو کولو ته حاضر شو.
هغه وایي: «۱۳۹۰ کال مې د ځوانۍ ورځې وې او زه د اقتصادي ستونزو له امله په قاچاقي ډول ایران ته مهاجر شوم، څو په افغانستان کې مې د کورنۍ ژوند ښه شي؛ خو دې کډوالۍ نه يوازې زما د کورنۍ ژوند ښه نه کړ، بلکې په روږديکېدو سره زما ژوند تباه شو او له بدو او کړاوونو ډکې ورځې مې تېرې کړې.»
ګلخان چې په تخار ولايت کې د يوې اته کسيزې کورنۍ مشري پر غاړه لري، اعتیاد دې ته اړ کړى چې د خپلې کورنۍ پر ځای له نورو نشهیانو سره د کثافاتو په منځ کې اوسېدو ته ترجیح ورکړي او په کثافاتو کې شپې سبا کړي.
ګلخان ته اوس مور، مېرمن او اولادونه هیڅ ارزښت نه لري، د ژوند یوازینۍ موخه یې د نشهيي توکو موندل دي؛ هغه هڅې چې نوموړی اړ باسي له سهاره تر ماښامه د تالقان ښار په کوڅو کې ناولې قوتۍ راټولې کړي او تر مینځلو وروسته یې وپلوري.
هغه وایي: «کډوالۍ مې ژوند تباه کړ.»
ګلخان د درېیو لوڼو او درېیو زامنو پلار دی او اوس یې له برخلیکه خبر نه لري.
د هغه په وينا، روږديتوب د ده او اولادونو ترمنځ یې لوی واټن رامنځته کړی او نه شي کولاى چې د خپلې کورنۍ ستونزې هوارې کړي.
کله مو چې له ګلخان څخه وپوښتل، د ژوند تر ټولو لوی ارمان دې څه دی؟ په وچو شونډو يې ځواب راکړ: «له اعتیاده خلاصون او له خپلې کورنۍ سره اوسېدل چې اوس سرپرست نه لري.»
که څه هم ګلخان پوهېږي چې له وهلو ټکولو پرته یو معیاري روغتون د هغه ژوند ژغورلای شي، خو تر اوسه یې اقدام نه دی کړی.
هغه وايي، د جمهوريت پر مهال د نشهيي توکو پېرل ساده او ارزانه و، خو اوس د دغو توکو بيې لوړې شوې چې دوى يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
ګلخان په داسې حال کې چې يو کال مخکې د طالبانو او مخکني حکومت د جګړې پر مهال په پښه ټپي شوى، وايي، اوس یې د نشهيي توکو «شیشې» کارولو له امله زخم نه جوړېږي؛ هغه له سرپرست حکومته غواړي چې له وهلو ټکولو پرته دې معياري روغتونونه جوړ او روږدي کسان راټول کړي، څو هغه او نور نشهیان له بدمرغه ژونده وژغورل شي او د نورو د اوږو بار نه شي.
بلخوا، کارپوهان هم بې روزګاري، اقتصادي بېوزلي او ناقانونه کډوالي پر نشهیي توکو د اخته کېدو د ګراف لوړېدو لاملونه بولي.
د تخار ولایت یو کارپوه او د پوهنتون استاد همایون پیمان وايي، په افغانستان کې د تېرو څلویښتو کلونو بې هدفه جګړې، د کاري فرصتونو نشتوالی، د ناقانونه کډوالۍ د پایلو په اړه د خلکو او په ځانګړې توګه د ځوانانو ناپوهي او د افغانستان په ځينو سيمو کې د نشهيي توکو ازاده کرکيله، هغه لاملونه دي چې په هېواد کې یي د روږدو کسانو ګراف لوړ کړی دی.
د هغه په باور، تېر حکومت د روږدو په راټولولو او معياري درملنې په برخه کې جدي پاملرنه نه ده کړې؛ اوس باید سرپرست حکومت د دې ستونزې حل ته پام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه کسان پر نشهيي توکو اخته او د ژوند له ناوړه وضعیت سره مخ دي.
Views: 36