اټلانټا (پژواک ۱۶ زمری ۱۴۰۱): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري وژلو ته په اشاره ویلي چې امریکا لا هم په افغانستان کې فعال نظامي حضور لري او خپله جګړه یې پای ته نه ده رسولې.
د امریکا ولسمشر جو بایډن څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې په کابل ښار کې د دوی په یوه بېپیلوټه برید کې د القاعده مشر ایمن الظواهري ووژل شو او بل چا ته زیان نه دی اوښتی.
یاد برید د تېرې یکشنبې ورځ (د زمري اتمه/ د اګسټ لومړۍ نېټه) سهار شاوخوا ۶ بجې او ۱۸ دقیقې ترسره شو.
که څه هم د افغانستان سرپرست حکومت دغه برید منلی او غندلی، خو د الظواهري وژل کېدل یې تر اوسه نه دی تایید کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن