ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د پنځو معلولو ماشومانو درلودونکې یوه کورنۍ له بېوزلۍ کړېږي

اروزګان کې د پنځو معلولو ماشومانو درلودونکې یوه کورنۍ له بېوزلۍ کړېږي

author avatar
17 Aug 2022 - 12:53
اروزګان کې د پنځو معلولو ماشومانو درلودونکې یوه کورنۍ له بېوزلۍ کړېږي
author avatar
17 Aug 2022 - 12:53

ترینکوټ (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۱): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې یوه کورنۍ – چې ټول ماشومان یې معلول دي – له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او له حکومته د مرستو غوښتنه کوي.

دغه کورنۍ د ترینکوټ د سفر کارېز سیمې په یوه کرايي کور کې په بد حالت کې ژوند کوي چې پنځه واړه ماشومان (څلور هلکان او یوه نجلۍ) یې په پښو شل او په ژبه ګونګیان دي.

د یادې کورنۍ سرپرست ۳۹ کلن ګران پژواک خبري اژانس ته وویل، له یوې خوا خراب اقتصادي وضعیت او له بلې خوا د خپلو ماشومانو ناوړه روغتیايي حالت له ستونزو سره مخ کړی دی.

هغه زیاته کړه، څوارلس کاله مخکې یې واده کړی او پنځه اولادونه یې- چې ۱۳ کلن، ۱۱ کلن، ۹ کلن، ۸ کلن او ۷ کلن دي – معلول دنیا ته راغلي چې نه یوازې په پښو شل بلکې په ژبه ګونګیان هم دي.

دی وايي: «دغه حالت مې ژوند تریخ کړی، له ګټې وټې یې ایستلی یم، ټوله ورځ په کور کې یم او اړ یم د خپلو معلولو اولادونو پالنه وکړم.»

د نوموړي په خبره، اقتصادي وضعیت یې تر دې حده خراب دی چې نه یوازې د خپلو ماشومانو د درملنې توان نه لري، بلکې د هغوی وږي نسونه هم نه شي مړولای.

هغه وايي، په وار وار د دولتي ادارو په ګډون مرستندویه ادارو ته ورغلی، څو د ماشومانو په درملنه او له اوسني وضعیته د ده په خلاصون کې ورسره مرسته وکړي خو چا یې غږ نه دی اورېدلی.

خو نوموړی زیاتوي چې اوس د خپلو ماشومانو د درملنې پر ځای د هغوی د ژوندي پاتې کېدو په هڅه کې دی.

هغه پر حکومت او مرستندویه ادارو نیوکه کوي چې د ده په څېر اړې کورنۍ یې له پامه غورځولې او مرسته ورسره نه کوي.

ګران د اروزګان د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست یاد کړ چې د خپلو معلولو اولادونو لپاره یې مرسته ورڅخه غوښتې، خو مثبت ځواب یې نه دی ورکړی.

خو د دغه ولایت ځايي چارواکي وايي، د بې‌سرپرستو، یتیمانو، کونډو، شهیدانو او معلولینو د په نښه کولو لړۍ یې پيل کړې چې له بشپړېدو وروسته به پاملرنه ورته وشي.

د اروزګان د شهیدانو او معلولینو رییس مولوي نظام پژواک خبري اژانس ته وویل، تر دې مهاله ورسره څه کم ۳زره هغه کورنۍ ثبت او راجسټر شوې چې غړي یې شهیدان یا معلول شوي دي.

دی زیاتوي، د دغې پروسې له بشپړېدو سره به د شهیدانو وارثانو او معلولینو ته هره میاشت یوه اندازه پیسې ورکول کېږي، څو خپلې اړتیاوې پرې پوره کړي.

دغه‌راز ده یادونه وکړه چې یتیمان به روزنتونونو ته استول کېږي او کونډو ته به د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي.

نوموړي له خلکو هم وغوښتل چې د دغې پروسې په بشپړولو کې همکاري ورسره وکړي، هغه کورنۍ چې غړي یې وژل شوي او معلول شوي وي، د تذکرې له کاپي او دوو عکسونو سره یادې ادارې ته مراجعه وکړي.

هغه تمه وښوده چې د دې پروسې له لارې به د بې‌سرپرستو او اړو کورنیو ستونزې حل شي.

Views: 52

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.