ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیاني ځوان: اکثر ورځې یوازې ۵۰ افغانۍ عاید لرم خو د اولادونو راتلونکي لپاره مې ملا تړلې

بامیاني ځوان: اکثر ورځې یوازې ۵۰ افغانۍ عاید لرم خو د اولادونو راتلونکي لپاره مې ملا تړلې

author avatar
24 Aug 2022 - 18:12
بامیاني ځوان: اکثر ورځې یوازې ۵۰ افغانۍ عاید لرم خو د اولادونو راتلونکي لپاره مې ملا تړلې
author avatar
24 Aug 2022 - 18:12

بامیان (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۱): د بامیان یو اوسېدونکی چې هره ورځ د بامیان په بازار کې مزدوري کوي، وايي چې ډېری ورځې یوازې ۵۰ افغانۍ ګټي، خو د خپلو اولادونو راتلونکي لپاره یې د همت ملا تړلې څو هغوی خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

دغه کس حسین نومېږي، د بامیان ولایت د ورس ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی چې شپږ کاله مخکې مرکز ته راکډه شوی څو د مزدورۍ له لارې وکولای شي خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي او خپل ژوند تېر کړي.

هغه وویل: «شپږ کاله مخکې د بېوزلۍ او د اولادونو راتلونکې له امله له ورس ولسوالۍ څخه د دغه ولایت مرکز ته را کډه شوم، څو د کار او مزدورۍ له لارې د خپل ژوند اړتیاوې پوره او د اولادونو لپاره د زده کړې زمینه برابره کړم.»

نوموړي وویل، څلور لوڼې او دوه سر او نیم سر زامن لري چې دوه اولادونه یې ښوونځي ته ځي او ټول د ده پر غاړه دي چې ډېرې ورځې سهار تر بېګا هڅه کوي او هیله یې ده څو اولادونه یې روښانه راتلونکی ولري.

۴۵ کلن حسین وايي، له ټولې بېوزلۍ او بې­کارۍ سره سره، لاهم هیله لري چې د خپلو اولادونو لپاره د زده‌کړې زمینه برابره کړي، شپه او ورځ هڅه او سخت کارونه کوي، خولې تویوي څو د خپل ژوند اړتیاوې پوره او ښوونځي ته یې د اولادونو د تګ پر وړاندې کوم خنډ رامنځته نه شي.

هغه زیاتوي، د یاد ولایت د مرکز اړوند په «زرګران» کلي په یوه کوچني کور کې چې د میاشتې زر افغانۍ کرایه ورکوي، د بېوزلۍ ژوند تېروي او تر اوسه ورسره هېڅ مرستندویه بنسټ مرسته نه ده کړې.

د هغه په باور، په دغه ولایت کې مزدوري او کارګري موسمي ده او یو مزدور باید په پنځو میاشتو (له غبرګولي تر لړم میاشتې) کې خپل یو کلن لګښتونه پوره کړي چې د نوموړي په وینا، د کار او مزدورۍ په ټول موسم کې بې­کاره و او حتا د خپلو ورځنیو لګښتونو د پوره کولو توان یې نه درلود، دا خو پرځای پرېږده چې پیسې دې وسپموي او د اولادونو د ښوونځي لګښت دې ورکړي.

هغه له مسوولینو غواړي چې د بېوزلو او اړمنو ستونزو ته رسېدنه وشي.

له بلې خوا، اړوند مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د بېوزلۍ کچه تر دې لوړه ده چې د یوه خیریه بنسټ له لوري دې بې­کاره خلکو ته د کاري زمینې په برابرولو سره حل شي.

د بامیان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي نعمت­الله نعماني په دې اړه پژواک ته وویل، حکومت د کاري زمینې برابرول خپل لومړیتوب بولي.

هغه زیاته کړه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په اړیکه کې دی او هڅه کوي چې هم په داخل کې او له هېواده بهر خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.