ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې ۱۷۹ ښوونځیو، منځني ښوونځیو او لېسو ته ارتقا کړې ده

26 Aug 2022 - 14:47
26 Aug 2022 - 14:47

ښرنه (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۱): د پکتيکا د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته په دغه ولايت کې ۱۷۹ ښوونځيو، منځني او لېسې ښوونځیو ته ارتقاء کړې ده.

د دغه ولایت د پوهنې امريت امرخان ولي ثاقب تېر مازديګر په مرکز ښرنه کې د پکتيکا د والي او ښوونکو ترمنځ د همغږي په موخه په جوړه شوې ناسته کې وويل، د سرپرست حکومت له حاکمېدو وروسته په پکتیکا کې نه یوازې ۱۷۹ ښوونځيو ته ارتقاء ورکړل شوې، بلکې د ۶۸۰ نوو ښوونځيو د ودانیو جوړولو چارې یې هم پیل کړې دي.

هغه زیاته کړه، د دغو ۶۸۰ نوو ښوونځیو ځینې ودانې د حکومت او ځینې د مرستندویه موسسو په لګښت جوړېږي چې لومړني ښوونځي، منځني ښوونځي او لېسې په کې شامل دي.

خو نوموړي روښانه نه کړه چې د نوو ښوونځيو څو ودانۍ د حکومت او څو د موسسو له خوا جوړېږي.

په دې غونډه کې د دغه ولایت ښوونکو له والي وغوښتل چې د دوی ستونزې دې حل کړي.

د ښوونکو په استازولي شېرګل بيدار وويل، د ښوونکو لپاره ټاکل شوي معاشونه په اوسني شرایطو کې ورته بسنه نه کوي او نه شي کولای د کورنۍ اړتیاوې ورباندې پوره کړي.

دی وايي، د ملي او نړۍوالو موسسو له لوري دې د مرستو په وېشلو کې ښوونکو ته برخه ورکړل شي څو اقتصادي ستونزې یې ورسره کمې شي.

ده زياته کړه: «يوه غوښتنه مو دا ده چې اوسنیو شرایطو ته په کتو د معلمانو معاشونه ډېر کم دي، د کور مصرف نه پرې پوره کېږي، که والي مهرباني وکړي او موسساتو ته ووايي څو معلمانو ته په مرستو کې برخه ورکړي.»

د ښوونکو د دې غوښتنې په تړاو د پکتيکا والي مولوي عبدالله مختار وویل، په مکتوبي ډول به ټولو هغو موسساتو ته- چې له بېوزلو سره د مرستو په برخه کې فعالیت کوي- یادونه وکړي چې د دغه ولایت د مرکز په شمول د ټولو ولسواليو ښوونکو ته په مرستو کې برخه ورکړي.

نوموړي د ولسواليو پر ولسوالانو هم غږ وکړ چې له ښوونکو سره دې د هغوی د ستونزو په حل کې همکاري وکړي.

د يادونې ده، د پکتيکا د مرکز او ولسوالیو په ۴۰۵ ښوونځيو کې شاوخوا ۵ زره ښوونکي او اداري کارکوونکي پر دندو بوخت دي.

Views: 48

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version