هرات ښار (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۱): د هرات موزیم مسوولین وایي، یوه انتیک پلورونکي ۳۷۵ تاریخي او لرغوني اثار دغه موزیم ته سپارلي دي.
د هرات ملي موزیم مدیر عبدالجبار نورزي د دغو تاریخي اثارو د سپارنې پر مهال وویل، دغه ۳۷۵ تاریخي او لرغوني اثار چې نن ملي موزیم ته و سپارل شول، په موزیم کې د ساتلو وړ دي.
ده د هرات له اوسېدونکو وغوښتل څو هغه ټول عتیقه اثار چې په خپلو کورونو کې یې ساتلي، د دغه ولایت موزیم ته دې ډالۍ کړي.
د هرات د انتیک پلورونکو اتحادیې رییس حاجي محمدعمر وایي، ډېر دغه اثار د تیموریانو او غوریانو د وخت دي چې د دغه ولایت ملي موزیم ته یې ډالۍ کړې دي.
د هغه په خبره، دغه اثار یې له څو کلونو راهیسې له لرغونو او عتیقه اثارو سره د لیوالتیا له امله په خپل شخصي لګښت پېرلي وو او اوس یې وخت رسېدلی و چې ملي موزیم ته یې وسپاري.
د هرات ځيني اوسېدونکي هم د دغو اثارو پر ساتنې ټينګار کوي.
د هنرونو برخې یوه استاد سیدخان محمدي وویل، د موزیم غني او نمونه کېدل د خلکو اقتصاد لپاره یوه سرچینه ده.
ده د هراتي انتیک پلورونکي دغه کار د ستاینې وړ وباله او ویې ویل، د تاریخي او لرغونو اثارو ساتنې برخه کې باید جدي هڅې وشي.
د یادونې ده، د هرات ولایت ملي موزیم ۹۸ کلنې مخینې سره، شاوخوا درې زره تاریخي اثار لري.
Views: 27