Pajhwok Afghan News

په کاپیسا کې د پژواک خبري اژانس خبريال عبدالحنان محمدي له بنده خوشی شو

چاریکار (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۱): په کاپیسا کې د افغانستان خپلواکو ژورنالېستانو ټولنې مرستيال او د پژواک خبري اژانس ځايي خبريال عبدالحنان محمدي له څلور میاشتې بند وروسته نن خوشی شو.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنې د روان کال د غبرګولې په ۲۳مه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي وو چې محمدي د غبرګولي په ۲۲مه په داسې حال چې د راپور پر جوړولو بوخت و، امنيتي ځواکونو ونيو.

عبدالحنان محمدي نن پژواک خبري اژانس ته په خبرو کې وويل چې له بنده خلاص شوی او دا مهال د خپل کور پر لور روان دی.

د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنې (FIJA)  هم يوه اعلاميه خپره کړې او په کې راغلي چې عبدالحنان محمدي د اسلامي امارت ځواکونو له بنده خلاص شو.

په اعلاميه کې راغلي، د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنې د محمدي له نيول کېدو وروسته څو ځلې د اسلامي امارت له چارواکو سره ليدنې کتنې لرلي او د هغه د خوشي کېدو غوښتنه يې کړې وه‎.

په اعلاميه کې يادې ټولنې د محمدي د خوشي کېدو هرکلی کړی او د هغو نورو خبريالانو د خوشې کېدو غوښتنه يې کړې چې لا هم په زندان کې دي.

خو د کاپیسا حکومتي چارواکو لا تر اوسه د عبدالحنان محمدي د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

عبدالحنان محمدي له تېرو شپږ مياشتو راهيسې د کاپیسا په ولايت کې د پژواک خبري اژانس د خبريال په توګه دنده ترسره کړې ده.

Views: 40

Exit mobile version