Pajhwok Afghan News

سي‌ان‌ان: د افغانستان سرپرست حکومت او د امریکا استخباراتي پلاوو قطر کې ناسته کړې

اټلانټا (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۱): د امریکا سي‌ان‌ان ټلویزیون خبر ورکړی چې په کابل کې د القاعدې د مشر تر وژل کېدو وروسته په لومړي ځل، په لوړه کچه د امریکا او د افغانستان سرپرست حکومت ترمنځ په قطر کې ناسته شوې ده.

امريکا د روان کال په جولای مياشت کې وويل چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري د دغه هېواد د بې‌پیلوټه الوتکې د برید پرمهال په کابل کې وژل شوی، خو د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د هغه وژنه نه ده تایید کړې.

تر یاد برید وروسته، د افغانستان سرپرست حکومت او امریکا یو بل د دوحې تړون پر نقض کولو تورنوي.

د امریکا سي‌ان‌ان ټلویزیون د تلې په ۱۷مه، د ځینو باوري حکومتي سرچینو په  حواله خبر ورکړی چې سپینې ماڼۍ په دې ناسته کې د ګډون په موخه د استخباراتي ادارې (سي‌ای‌اې) مرستیال او د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په ګډون یو پلاوی لېږلی دی.

په راپور کې راغلي چې دغه‌راز د کابل په پلاوي کې د نورو کسانو ترڅنګ د سرپرست حکومت د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق هم شامل دی.

سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ هم ګډون درلود.

په راپور کې راغلي چې له تېر یوه کال راهیسې د امریکا او سرپرست حکومت ترمنځ ناستې شوې وې، خو د الظواهري تر وژل کېدو وروسته دا لړۍ درېدلې وه.

خو کله چې څو ورځې مخکې امریکا افغان سوداګر بشر نورزی خوشی کړ او د افغانستان سرپرست حکومت یې په بدل کې امریکایي وګړی خوشی کړ، د دواړو لورو ترمنځ اړیکې ښې شوې.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د یاد سوداګر د خوشي کېدو په مراسمو کې وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوې دروازه پرانیستل شوه.

د سي‌ان‌ان په راپور کې راغلي چې د قطر په یاده ناسته کې د امریکا استخباراتي ادارې (سي‌ای‌اې) مرستیال ډېوېډ کوهین د عبدالحق وثیق په مشرۍ د کابل پلاوي سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په تړاو خبرې کړې دي.

تر اوسه د امریکا او د افغانستان سرپرست حکومت په رسمي توګه د دې ناستې په اړه څه نه دي ویلي.

Views: 416

Exit mobile version