Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون او د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الخنزاب د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د قطر هېواد د کار له وزیر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړيکو سربېره، یاد هېواد ته په قانوني توګه د ماهرو او نيمه ماهرو افغان کارګرو د لېږلو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ د قطر په رسمي بلنه یاد هېواد ته په سفر ولاړ.
د قطر د سرې میاشتې ټولنې ویلي چې د افغانستان په محرومو سیمو کې ۱۰ روغتیایي مرکزونه جوړوي.
په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر له افغان چارواکو سره په لیدنو کې ویلي چې د اسلامي امارت د استازي په شتون کې به د دوحې درېیمه غونډه معلومې پایلې ولري خو افغان چارواکي ټینګار کوي چې په غونډه کې د ګډون لپاره باید د ا.ا شرطونه ومنل شي.
افغاني سرې میاشتې ټولنې د سوري زړه ۱۶۹ ماشومانو درملنې په موخه له قطر سره یو هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
حکومتي مسوولین وايي چې د بغلان ولایت سېلابځپلو لپاره د قطر هېواد د خوراکي او غیرخوراکي مرستو یوه جوپه د بلخ مرکز مزارشریف ته رارسېدلې ده.
د اسلامي امارت ویاند وایي چې د ملي دفاع وزارت سرپرست د قطر له امیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او بېلابېلو برخو کې د پرمختګ په اړه بحث وکړ.
د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد د قطر له مرستیال امیر سره د لیدنې ترڅنګ هلته په نړۍوال دفاعي نندارتون کې هم ګډون وکړ.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست او لوی درستیز د دوحې نړۍوال سمندري دفاعي نندارتون (دیمدیکس) کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړل.
د رياستالوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وايي، قطر کې د افغانستان په تړاو راتلونکې ناسته له اسلامي امارت سره د نړۍ تعامل کولو په موخه جوړېږي.
په قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر رییس د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له ځانګړي راپور ورکوونکي سره کتنه کې ویلي چې د بشري حقونو راپورونه باید افغانستان کې شته واقعیتونه منعکس کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن