<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د قطر د سرې میاشتې ټولنې ویلي چې د افغانستان په محرومو سیمو کې ۱۰ روغتیایي مرکزونه جوړوي.</p>
<p style="text-align: justify;">دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه مرکزونه په افغانستان کې د ماشومانو او میندو د لومړنیو روغتیایي پالنو او روغتیایي خدماتو لوړولو په موخه جوړېږي.</p>
<p style="text-align: justify;">د قطر د سرې میاشتې ټولنې د مرستو برخې مسوول محمدصلاح ابراهیم ویلي چې دا مرکزونه به په کال کې ۲۵۰ زره میندو او ماشومانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.</p>
<p style="text-align: justify;">دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په زړه سوري ۱۶۹ اخته ماشومانو د درملنې زمینې برابرېدو په موخه د قطر له سرې میاشتې سره یو هوکړهلیک لاسلیک کړی و.</p>