Pajhwok Afghan News

د کندوز خلک: د دغه ولایت تاریخي اثار د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي

کندوز (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۱): د کندوز یو شمېر اوسېدونکي او فرهنګیان وايي، د دغه ولایت تاریخي ابدې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي او حکومت باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

په ورته وخت کې، د کندوز سیمه‌‌ییز مسوولین د تاریخي ځایونو پر ساتنې او له غصب څخه یې پر مخنیوي ټینګار کوي.

د کندوز ولایت د فرهنګي چارو شنونکي سیدمحمد نعیم عسکر پژواک ته وویل، حکومت باید د دغه ولایت تاریخي ابدې ورغوي او د غصبېدو مخه یې ونیسي.

هغه وايي: «تاریخي ابدې د یوه هېواد ویاړ دی؛ په تېر حکومت کې تاریخي اثارو ته پاملرنه نه ده شوې؛ ګڼ شمېر تاریخي ابدې غصب شوې دي، موږ له حکومته غواړو چې د تاریخي اثارو ساتنې ته ډېره پاملرنه وکړي.»

د کندوز یو شمېر نور اوسېدونکي هم د تاریخي ځایونو د ساتنې او خوندیتوب په برخه کې د مسوولینو له نه پاملرنې شکایت کوي.

د کندوز یو اوسېدونکی حاجي محمدامین وايي: «په کندوز کې تاریخي ځایونه لکه د تپه چهل دختران، د حاجي شهید جومات، د کندوز بالاحصار او نورې تاریخي ابدې د وېجاړېدو او له منځه تلو په حال کې دي؛ په تېر حکومت کې هم ورته پاملرنه نه ده شوې، له اوسني حکومت او مؤسسو غواړو چې تاریخي ابدې ورغوي.»

په ورته وخت کې، د کندوز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مطیع‌الله روحاني د تاریخي ځایونو پر ساتنې او د غصبېدو پر مخنیوي یې ټینګار کوي.

هغه وايي: «په کندوز ولایت کې د تاریخي ابدو د غصب مخه نیول شوې ده؛ خلکو ته ډاډ ورکوو چې هیچا ته به اجازه ور نه کړو چې تاریخي ځایونه غصب کړي او د تاریخي ابدو د بیارغونې په برخه کې هم هڅې کوو.»

د کندوز د سیمه‌ییزو مسوولینو د رسمي شمېرو له مخې، همدا اوس په دغه  ولایت کې ۱۹ تاریخي ساحې ثبت شوې چې لوی او کوچنی بالاحصار، کله مناره، تپه چهل دختران، د حاجي شهید جومات، ساقي بای مسجد، خواجه مشهد زیارت، د امام صاحب روضه، د امام صاحب مهرنګار کلا، د کندوز دورې پورې نښتې غونډۍ، جرګذر غونډۍ، حضرت سلطان بابا زیارت، په علي‌اباد ولسوالۍ کې د ژوبین غونډۍ، مرچ غونډۍ، مچ غونډۍ، د خان‌اباد زړه کلا او قلعه زال پکې شامل دي.

Views: 26

Exit mobile version