Pajhwok Afghan News

خیرخواه: ټول افغانان باید له کنګله د خپلې شتمنۍ د خلاصون لپاره غږ پورته کړي

کابل (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان خصوصي سکټور یو ځل بیا له کنګله د افغانستان شتمنۍ د خلاصون غوښتنه کړې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وویل، ټول افغانان باید د دغه حق لپاره غږ پورته کړي.

دغه څرګندونې نن د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو ټولنې له خوا په کابل کې د افغانستان کنګل شوو پیسو ازادولو په اړه خبري غونډې کې مطرح شوې.

د امریکا متحده ایالتونو تېر کال په زمري میاشت کې په افغانستان کې د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته د افغانستان څه باندې نهه میلیارد امریکایي ډالر شتمني – چې اووه میلیارد یې په امریکا او نوره یې په اروپايي هېوادونو کې ده- کنګل کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روان کال د وږي په ۲۳مه اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ به درې‌نیم میلیارد ډالر د «افغان فنډ» په نوم یوه نوي جوړ شوي صندوق ته – چې په سویس هېواد کې دی – سپاري او د دې شتمنۍ لګولو واک به له یوه «تضمین‌کوونکي بورډ» سره وي.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مشر شهباز کمین‌زاده وویل، د افغانستان شتمنۍ کنګل کېدو له امله اوس توکي یو‌نیم چند په لوړه بیه سوداګرو ته رسېږي او د خامو توکو د پېر بیې ډېرې لوړې شوې؛ ځکه په مستقیم ډول د پیسو راکړه ورکړه نه ترسره کېږي.

دی وایي: «په هېواد کې د بېکارۍ او بېوزلۍ کچې لوړېدو علت هم د افغانستان د شتمنۍ کنګل کېدل دي، له همدې امله نړۍواله ټولنه باید له افغانانو سره مرستې زیاتې کړي.»

هغه زیاته کړه، د افغانستان خصوصي سکټور هیله لري چې پر افغانستان وضع شوي فشارونه باید پر خصوصي سکټور اغېز ونه کړي او د افغانستان سرپرست حکومت دې هم د خصوصي سکټور مخکنۍ پیسې ورکړي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان‌جان الکوزي وویل، نړۍ سره له دې چې د بشري حقونو ناري وهي، خو بیا یې هم د اسلامي امارت په راتګ سره د افغانستان د خلکو شتمني کنګل کړې چې له امله یې افغانان ځوریږي.

دی وایي: «په کنګل شوو پیسو کې تر دوه میلیارد ډالرو پورې د خصوصي سکټور او انفرادي خلکو پیسې دي او ځینې پیسې داسې هم دي چې پروژې ترسره شوې خو پیسې یې بندې دي.»

هغه زیاته کړه چې کنګل شوې ټولې پیسې باید د افغانستان حکومت ته وسپارل شي څو اوسنۍ ټولې اقتصادي ستونزې حل شي.

د الکوزي په وینا، نړۍ دې د افغانستان خپلې پیسې د بشري مرستو په نوم افغانستان ته نه ورکوي او که غواړي له افغانانو سره مرسته وکړي نو ښه مرسته به دا وي چې خپلې پیسې یې ورخلاصې کړي.

د افغانستان د پولادو اتحادیې مشر پروېز خواجه‌زاده وویل، دا چې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ ۳.۵ میلیار دالر درېیم هېواد ته انتقال شوي غیرقانوني کار دی؛ ځکه دا پیسې د افغانانو دي او نه باید بل هېواد ته انتقال شوې وای.

دی وایي: «له نړۍوالو غواړو چې له یادو پیسو د ګټې اخیستنې لپاره دې په افغانستان کې یو صنعتي او زراعتي بانک جوړ شي، څو افغانان ترې ګټه واخلي او د بشري مرستو په برخه کې دې نه لګول کېږي.»

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیرخوا په نننۍ ناسته کې وویل چې د خصوصي سکټور او د هغه چا پیسې هم چې پروژې یې پلې کړې، باید ژر له ګنګله خلاصې شي.

دی وایي: «هغه چا چې د افغانستان پر شتمنیو لاس اېښی، دا پوښتنه دې وکړي چې دغه پیسې د چا دي؟ دا ورته د شرم خبره ده چې د یوه هېواد شخصي شتمني یې کنګل کړې ده.»

هغه وویل چې ټول افغانان باید د خپلو خلکو د حق لپاره غږ پورته کړي او دا د ټولو لپاره مشترکه مسئله ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د افغانستان څه باندې ۳،۵ میلیارد ډالر کنګل شوې شتمنۍ صندوق د څارنې بورډ خپله لومړۍ ناسته کې پرېکړه کړې چې دغه پیسې به په کار اچول کېږي، څو ګټه ترې واخیستل شي.

Views: 35

Exit mobile version