ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په سپين‌بولدک کې وسله‌والو موټرسایکل‌سپرو یو کس وژلی

د کندهار په سپين‌بولدک کې وسله‌والو موټرسایکل‌سپرو یو کس وژلی

author avatar
8 Dec 2022 - 16:28
د کندهار په سپين‌بولدک کې وسله‌والو موټرسایکل‌سپرو یو کس وژلی
author avatar
8 Dec 2022 - 16:28

کندهار (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې موټرسایکل‌سپرو وسله‌والو پر یوه کس ډزې کړې او وژلی یې دی.

پېښه تېره ورځ د دې ولسوالۍ په بازار کې مرکزي څلورلارې ته څېرمه شوې ده.

د کندهار د والي ویاند حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کس اصلاً د هلمند د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د خپل خسر د دوستانو له خوا وژل شوی دی.

ده زیاته کړه، دغه کس څو کاله مخکې غوښتل له یوې نجلۍ سره واده وکړي خو دا چې د نجلۍ د کورنۍ نه وه خوښه نو نجلۍ یې تښتولې وه.

دی وایي: «دغه کس څو کلونه ځان پټ کړی و خو اوس تازه سپین بولدک ولسوالۍ ته راغلی و چې خسرګنۍ یې ورباندې خبره شوې او دی یې وژلی دی.»

خو ځينو رسنیو بیا داسې خبرونه خپاره کړي چې ګواکې وژل شوی کس پخوانی نظامي و چې د والي ویاند دا ادعا ردوي او وايي، یاد کس نظامي نه و.

د سپين بولدک اوسېدونکي هم وایي، تېره وځ د سپين بولدک بازار مرکزي چوک ته څېرمه نامعلومو وسله والو یو کس وژلی خو د وژل شوي کس کورنۍ او دوستان معلوم نه دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکی همایون په دې اړه وايي: «پرون ناوخته یې دلته د هدیرې سره یو سړی ویشتلی و، بیا طالبان راغلل او یو یې وړ، خو درک یې معلوم نه شو چې څوک و؟»

په کندهار کې له تېرې څه مودې راهیسې ورته وژنې ډېرې شوې چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

Views: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.