قلعۀنو (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۱): په بادغیس کې سیمهییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې اوومې خصوصي سیمهییزې راډیو فعالیت پیل کړ.
د دغې راډيو مسوول مدير او د امتیاز خاوند محمدنعيم ناظم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د «عبور راډیو» تر نامه لاندې يې خپرونې پيل کړې دي.
نوموړی وايي، دغه راډيو په ۹۰،۳ فريکونسۍ فعاليت پيل کړی او په شپه او ورځ کې ۱۵ ساعته خپرونې کوي.
هغه زیاته کړه: «موږ غواړو ټولو ته وښیو چې افغانستان لا هم د اوسېدو ځای دی او پاتې کېږو چې خپل هېواد جوړ کړو؛ ټاکل شوې دغه راډیو د هغه عمومي موضوعاتو په اړه خپرونې وکړي چې د حکومت له قوانینو او پالیسۍ سره په ټکر کې نه وي.»
په ورته مهال، د قلعهنو ښار يو شمېر اوسېدونکي د یادې رسنۍ فعالېدو ته خوښي څرګندوي او وايي، د دغه ډول رسنیو له لارې باید خلکو ته ګټور پروګرامونه وړاندې شي.
د قلعهنو ښار اوسېدونکى يارمحمد وايي، هغه رسنۍ چې په بادغيس کې فعالې دي، نه دي توانېدلي چې خلکو ته ښې او ګټورې خپرونې وړاندې کړي.
د هغه په باور، عبور راډيو او ټولې سيمهييزې رسنۍ بايد پر داسې پروګرامونو کار وکړي چې د خلکو په ګټه وي او په بې پرې توګه د خلکو ستونزې خپرې کړي.
يارمحمد زياته کړه: «خوښ يو چې يوه بله رسنۍ هم فعاله شوې، زموږ غوښتنه دا ده چې دغه رسنۍ بايد حقايق خپاره کړي او د خلکو لپاره ګټور پروګرامونه جوړ کړي.»
د بادغيس بل اوسېدونکى عبدالعليم وايي، رسنۍ د اطلاع رسونې تر ټولو مهمه سرچينه ده چې خلک يې اوري.
د هغه په وينا، رسنۍ بايد د خپلو فعاليتونو په ترسره کولو سره حقايق خپاره او د خلکو باور ترلاسه کړي.
دغهراز د بادغيس د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين په دغه ولايت کې د نوو رسنيو له جوړېدو خوښي څرګندوي.
د یاد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس مولوي مطيعالله متقي وايي، تر هغې چې رسنۍ د دولت له پاليسۍ او قوانينو سره سم عمل وکړي، له هغه څارنه او ملاتړ یې کېږي.
د هغه په خبره، رسنۍ پر دې سربېره چې حقايق خپروي، باید د قوانينو او تګلارې له مخې فعاليت ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړه: «موږ ډېر خوښ یو چې په بادغیس ولایت کې یوه نوې رسنۍ فعاله شوې، موږ په بادغیس کې له دې او ټولو رسنیو سره همکاري او څارنه ترې کوو، خو رسنۍ هم باید د اسلامي امارت له تګلارې سره سم عمل وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د تېر حکومت تر ړنګېدو وروسته په هېواد کې ګڼ شمېر رسنۍ د اقتصادي او امنيتي ستونزو له امله تړل شوې او کارکوونکي يې بېکاره شوي دي.
خو په بادغيس کې نه يوازې دا چې د کومې رسنۍ فعاليت نه دى درېدلی، بلکې له بدلون وروسته دا دويمه خصوصي رسنۍ ده چې په دغه ولايت کې فعاليت پيلوي.
تر دې مخکې هم په بادغیس ولایت کې د «تعلیم القران» په نوم یوې خصوصي راډیو خپل فعالیت پیل کړ.
د مسوولینو د معلوماتو له مخې، دا مهال په بادغیس کې ۷ راډیوګانې او یو ټلویزیون فعالیت کوي.
Views: 16