Pajhwok Afghan News

بلخ کې د یوګا ورزشکارانې وايي، حکومت دې د فعالیت اجازه ورکړي

مزارشریف (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۱): بلخ کې د یوګا يو شمېر ورزشکارنې وایي چې په هېواد له سياسي تحول وروسته بې‌برخليکه دي او له حکومته غواړي د فعاليت اجازه ورکړي.

بل لور ته مسوولين وايي، هڅې روانې دي څو ښځو ته هم د ورزش لپاره مناسب چاپېريال برابر کړي.

په بلخ کې یادې ورزشکارانې چې شمېر یې لسګونو ته رسېږي، وایي، پخوا یې په بلخ ولایت کې د هندوستان هېواد قونسلګرۍ په مرسته دغه ورزش کاوه خو د نوي حکومت له واکمنېدو وروسته یې فعالیت درېدلی دى.

د دغو نجونو په وینا، د یوګا ورزش د فکري او ذهني فشارونو راکمېدو برخه کې تر نورو ورزشونو ډېر اغېزناک دی.

د يادو ورزشکارانو له ډلې عسل پژواک ته وويل چې څلور کاله مخکې یې په بلخ کې د هندوستان هېواد قونسلګرۍ دننه دغه ورزش پیل کړی و، خو د نوي حکومت له واکمنېدو راوروسته نه شي کولای د پخوا په څېر دغه ورزش ترسره کړي.

عسل وایي که حکومت د فعالیت اجازه ورکړي، نو د دغه ورزش مینه‌والو ته به د یوګا ورزش د ترسره کولو په برخه کې زده‌کړې ورکړي.

حبیبه د دغه ورزش بله لوبغاړې وایي چې یوګا له انسان سره د فکري او اروایي هوساینې په وده کې ډېره مرسته کوي.

نوموړې زیاتوي: «کله چې مې یوګا ورزش کاوه، د هوساینې احساس مې کاوه، اوس چې ترې لرې یم، رواني فشارونو راباندې غلبه کړې ده.»

بله ورزشکاره حمیده بیا وایي، د افغانستان سرپرست حکومت د ښځینه ورزشکارانو د فعالیت مخه نیولې او بې برخليکه دي.

حمیده د ښځو ونډه په ټولنه کې مهمه ګڼي او وایي چې حکومت دې ښځو ته د ورزش او نورو فعالیتونو اجازه ورکړي.

نوریه بله ورزشکاه وايي چې ورزش د اسلام او افغاني کلتور له ارزښتونو سره په ټکر کې نه دی او حکومت دې ښځو ته د ورزش کولو اجازه ورکړي.

په همدې حال کې د بلخ ولایت د بدني روزنې ریاست مسوولین ډاډ ورکوي چې ښځې یې له پامه نه دي غورځولې او هڅه کوي د ورزش کولو فرصت ورته برابر کړي.

یاد ریاست مالي او اداري مسوول پردیس دهقانزوی پژواک ته وويل چې د دې ادارې په تازه تشکیل کې دوو ښځو ته ځای ورکړل شوى څو د ښځو د ورزش په برخه کې فعالیت وکړي.

نوموړی دغه راز وایي، دغه ریاست هڅه کوي څو د ښځینه لوبغالو او جمنازیمونو په جوړولو سره دوی ته د پخوا په څېر د ورزش زمینه هم برابره کړي.

یوګا ورزش په هندوستان هېواد کې کابو ۲۵۰۰ کلنه مخینه لري چې دا مهال د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ګڼ مینه‌وال لري.

Views: 106

Exit mobile version