Pajhwok Afghan News

مجاهد: تېره شپه درې داعشیان ووژل شول

کابل (پژواک، ۱ مرغومی ۱۴۰۱): د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، تېره شپه د يو لړ عملياتو په پایله کې د داعش ډلې درې غړي وژل شوي او یو یې ژوندی نیول شوی دی.

مجاهد په خپل ټويټر کې ليکلي: «تېره ورځ د افغانستان د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو د خوارجو په یو پټنځای عملیات وکړل چې په پایله کې یې درې تنه داعشیان ووژل شول او یو مهم داعشی ژوندی ونیول شو.»

هغه زياته کړې، د عملیاتو په پایله کې ځيني چاودېدونکي توکي، پټاکۍ، ثانیه سوز، پرمي‌کارټ، چسپکي ماینونه، لاسي بمونه او درې کلاشینکوفونه ترلاسه شول.

خو مجاهد د يادو عملياتو د ځای په اړه څه نه دي ويلي.

Views: 181

Exit mobile version