کابل (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۱): د پاسپورټ لوی ریاست په ټولنیزو رسنیو کې د پاسپورټ وېش بیاپیلېدو په اړه خبرونه ناسم ګڼي او وايي، دغه اداره لا هم هڅه کوي شته ستونزې حل او د پاسپورټ وېش بیاپیلولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
د پاسپورټ لوی ریاست نن (د مرغومي ۱۰مه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «په یو شمېر ټولنیزو رسنیو او بېباوره فېسبوکپاڼو کې د پاسپورټونو وېش او بیا پیلېدو په تړاو خپاره شوي خبرونه ناسم او له حقیقته لرې دي.
سرچینې زیاته کړې، د پاسپورټ ریاست ټول ټیمونه هڅه کوي څو شته ستونزې حل او د پاسپورټونو د وېش بیا پیل لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
دغې ادارې له خلکو غوښتي چې د دغه ډول بېباوره کسانو او ناسمو پاڼو پر خبرونو باور ونه کړي او د پاسپورټ ریاست ټول معلومات له رسمي ادرسونو وڅاري.
د تېرې تلې میاشتې په ۱۶مه د پاسپورټ ریاست ویلي وو چې د ښو خدماتو وړاندې کولو او د مراجعینو کاري پړاوونو چټکتیا په پار غواړي د دې ادارې په تخنیکي او تجهیزاتي سیستمونو کې مثبت بدلونونه راولي.
سرچینې ویلي وو چې د دې پروسې بشپړېدل وخت غواړي او اړتیا ده چې د پاسپورټ د وېش خدمات د یادې پروسې تر بشپړېدو او تر دویمې خبرتیا وځنډول شي.
خو د شاوخوا درېیو میاشتو په تېرېدو لا هم د پاسپورټونو وېش نه دی پیل شوی او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د پژواک پر هڅو سربېره اړوند چارواکو د پاسپورټ د وېش بیا پیلېدو کره نېټه ونه ښوده.
Views: 546