نیلي (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۱): په دایکنډي کې د معتادینو درملنې ۲۰ بستریز روغتون له ډېرې مودې بندېدو وروسته ۴۰ بسترونو ته په ارتقا سره بېرته فعالیت پیل کړ.
د دایکنډي سیمهییز مسوولین وايي چې دغه روغتون د روږدو کسانو د درملنې ظرفیت کموالي له امله ۴۰ بسترونو ته لوړ شوی دی.
د یاد روغتون سرپرست غلامحیدر وکیلزاده وویل، دا مهال د روږدو درملنې دغه روغتون د ۴۰ بسترونو ظرفیت لري چې بودجه یې د عامې روغتیا وزارت له لوري وکول کېږي.
د هغه په خبره، له دې وروسته په یاد روغتون کې په خپل نوبت سره پر نشهیي توکو د روږدو کسانو درملنه کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن