کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په سويډن کې د قرانکریم سوځول او بېحرمتي په سختو ټکو غندلي او له یاد هېواده یې غوښتي چې عامل ته یې سزا ورکړي.
د راپورونو له مخې، تېره ورځ په سویډن کې د ترکیې ضد لاریونونه شوي او په ترڅ کې یې د سویډن یوه ښي اړخي سیاستوال د پولیسو په مخ کې د قرانکریم نسخې سوځولې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې اسلامي امارت په سویډن کې د قرانکریم سوځول او بېحرمتي په سختو ټکو غندي.
بهرنیو چارو وزارت د سویډن پر حکومت غږ کړی چې د قرانکریم د سوځونې عامل مجازات کړي او د بیا لپاره دغه ډول اشخاصو ته اجازه ورنه کړي چې د اسلام مبارک دین او مسلمانانو پر ضد داسې وحشیانه او پاروونکې کړنې ترسره کړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، د بیان ازادۍ تر چتر لاندې د اسلام ضد عمل ته – چې مسلمانان پکې په نښه او مقدساتو ته سپکاوی وشي – اجازه ورکول د منلو وړ نه دی.
Views: 137