مهترلام (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱): د لغمان مرکز مهترلام اړوند په تبۍ کنج سیمه کې پرون په یوه کور کې د اورلګېدنې له امله یو ماشوم مړ شوی او مور يې ټپي شوې ده.
د دغه ولایت پېښو ته د رسېدو رییس قاري خیرمحمد غازي نن (د سلواغې ۱۸مه) پژواک خبري اژانس ته وویل: «پرون مازیګر په تبۍ کنج سیمه کې په یوه کور کې د سولر بټرۍ چاودنې له امله اورلګېدنه رامنځته شوې چې له امله يې یو دوه کلن ماشوم ژوند بایللی او مور يې سخته ټپي ده.»
هغه وویل، د یاد ماشوم مور د درملنې په موخه د لغمان ولایتي روغتون ته لېږدول شوې او روغتيايي وضعیت يې د اندېښنې وړ دی.
غازي د دغې کورنۍ د غړو له قوله زیاته کړه، په یاده پېښه کې دوه خېمې، یو موټرسایکل، ۷۰ زره افغانۍ او نور وسایل هم سوځېدلي دي.
نوموړي وویل، دوی د پېښې ځای ته لاړل او یادې کورنۍ ته يې د بېړنۍ مرستې په توګه دوه خیمې، ۱۰ لېټره غوړي، ۱۰ کمپلې او دوه پلاستيکي فرشونه هم ورکړل.
Views: 101