ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د چت لوېدو پېښه؛ د یوې کورنۍ ۷ کسان مړه شوي

7 Apr 2023 - 10:47
7 Apr 2023 - 10:47

مهترلام (پژواک ۱۸ وری ۱۴۰۲): د لغمان مسوولین وايي، د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د يوه کور د خونې چت لوېدلی چې له امله یې ۷ کسان مړه شوي او یوه نجلۍ ټپي ده.

د لغمان له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس قاري خیرمحمد غازي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه دوه بجې د الیشنګ ولسوالۍ په قلعه ټکې سیمه کې د یوه کور د خونې چت لوېدلی چې له امله یې پلار، مور او پنځه زامن یې مړه شوي او یوه ۸ کلنه نجلۍ ټپي شوې ده.

هغه زیاته کړه، دغه چت څو ورځې مخکې د تېز باران له امله زیانمن شوی و، خو کورنۍ يې بیارغولو ته پام نه و کړی او لوېدلی چې له امله يې ياده مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د سيمې یوه اوسېدونکي رفیع‌الله پژواک اژانس ته وویل، تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شېرزاد په نوم یوه تن د کور چت لوېدلی چې له امله یې د نوموړي په ګډون د کورنۍ ۷ کسان مړه شوي او یوه وړه لور يې ژوبله شوې ده.

 

Views: 250

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version