کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۱): په افغانستان کې د ترکیې سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره د لیدنې پر مهال ویلي، له افغانستان سره یې اړیکې د پراخېدو په حال کې دي او هېواد به یې تل د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاءاحمد تکل په خپله ټويټرپاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې د ترکیې سفیر جیهاد ارګینای د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي سره ولیدل.
سرچینه زیاتوي، ستانکزي په ترکیه کې د ورستۍ زلزلې په اړه له نوموړي سره غمرازي وکړه، د پېښې قربانیانو ته یې د مغفرت او ټپیانو ته د روغتیا غوښتنه وکړه.
سرچینه وايي، د ترکیې سفیر د اسلامي امارت له اعلان شوې مرستې او غمرازۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه چې له افغانستان سره یې اړیکې د پراخېدو په حال کې دي او دغه هېواد به تل د خپلو افغان وروڼو ترڅنګ ولاړ وي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د روانې سلواغې میاشتې په ۲۱مه د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اغلو سره په ټلیفوني اړیکه کې ویلي وو، که ترکیه وغواړي افغانستان به د ژغورنې او روغتيايي پاملرنې ټیمونه ور واستوي.
د یادونې ده، د بهرنیو چارو وزارت د ترکيې له زلزلهځپلو سره د ۱۰ میليون او د سوريې له زلزلهځپلو سره د ۵ ميليون افغانیو مرسته هم اعلان کړې وه.
Views: 220