Pajhwok Afghan News

د هرات ځايي مسوولینو روږدو ته د کارموندنې هڅې پیل کړې دي

هرات ښار (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۱): په هرات کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولين وايي، د معتادینو د بېرته روږدېدو مخنيوي لپاره يې ورته د کارموندنې هڅې پیل کړې دي.

مسوولین وايي، ډېری هغه روږدي چې کورنۍ یې په یاد ولایت کې نشته او یا هم له خپلو کورنیو خبر نه لري، ښايي له درملنې وروسته بېرته نشه‌یي توکو ته مخه کړي.

د هرات د امنيې قوماندانۍ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې عمومي مدیر مولوي حیات‌الله روحاني له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل، ډېر روږدي له دې امله چې کور او کورنۍ یې معلوم نه وي بېرته نشه‌يي توکو ته مخه کوي.

روحاني زیاتوي، نشه‌يي توکو ته د روږدو بیا ورګرځېدو مخنیوي لپاره د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د فابریکو له مالکانو سره خبرې شوې څو هغوی ته د کار زمینه برابره شي.

نوموړي وویل، روږدي کسان ناروغان دي او اړتیا ده چې پر درملنې سربېره د کار او بوختیا غم یې هم وخوړل شي څو د درملنې لپاره پرې شوی لګښت ضایع نه شي.

په ورته وخت کې، ځیني روږدي چې تر درملنې لاندې دي، له ښاره د دوی راټولولو له بهیره خوښ دي او عادي ژوند ته د ستنېدو غوښتنه کوي.

دغه کسان په داسې حال کې چې تر درملنې لاندې نیول شوي، هر یو یې د روږدېدا یوه دردونکې کیسه لري او هغه د ژوند ترټولو بده دوره بولي.

ډېر دغه روږدي له پژواک سره په خبرو کې وايي، د سفر په نتیجه کې روږدي شوي او ډېری يې له لسو کلونو راهیسې پر نشه‌يي توکو اخته دي.

د هرات ښار اوسېدونکی لطیف یو له هغو روږدو دی چې اوس تر درملنې لاندې دی. هغه وايي، له ۱۵ کلونو راهیسې یې نشه‌يي توکو ته مخه کړې او په دې موده کې یې پنځه کاله په ایران او ۱۰ کاله په هرات کې تریاک کارولي دي.

نوموړی زیاتوي، له خپلې کورنۍ نه دی خبر چې چېرته اوسېږي، ان پر دې باور دی چې نور نو د خپلې کورنۍ لپاره مړ دی.

په همدې حال کې، يو بل معتاد علي وايي چې پر نشه‌يي توکو له روږدي کېدو مخکې يې په ايران کې ښه ژوند درلود او له بدو خلکو سره د ملتیا له امله پر دغه عمل ګرفتار شو.

هغه زیاته کړه: «له هغه وخته چې پر دغه عمل اخته شوی یم تل مې پر قبرونو ژوند کړی او له بربادۍ، بیچاره‌ګۍ او بې‌عزتۍ پرته مې بل څه نه دي لیدلي.»

هغه هم وایي چې له کورنۍ سره یې په ایران کې ژوند کولو او اوس ترې خبر دی او نه هم هغوی یې په اړه معلومات لري.

نوموړی له حکومته غواړي چې د روږدو ټولولو لړۍ دې پراخه او پیاوړې کړي او له درملنې وروسته دی او ده ورته نورو کسانو لپاره د کار او بوختیا زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې، هغه روږدي چې د نشه‌یي توکو د پرېښودلو خصوصي مرکزونو ته لېږدول شوي، له مسوولینو غواړي څو له یادې ناروغۍ څخه تر رغېدو پورې هغوی تر درملنې لاندې ونیسي.

بل‌پلو، په هرات کې د روږدو د درملنې یوه مرکز مسوول عتیق‌الله دوست وایي، یوه نیمه میاشت کېږي چې پر نشه‌یي توکو اخته شاوخوا ۹۰ کسان یې تر درملنې لاندې نیولي دي.

د هغه په خبره، که دغه لړۍ دوه میاشتې نور دوام ونه کړي د روږدو پر درملنې به چندان اغېز ونه کړي.

نوموړي زیاته کړه، روږدي د اعتیاد پرېښودو کمپونو کې له درملنې وروسته رغېږي، خو اړتیا ده چې مسوولین او اړوند بنسټونه دوی ته ځیني پروګرامونه په پام کې ونیسي څو بېرته نشه‌يي توکو ته مخه نه کړي.

بلخوا، د هرات یو شمير اوسېدونکو په دغه ولایت کې د روږدو ټولولو له لړۍ هرکلی کړی او وایي چې له ښاره د روږدو ټولول په ښار کې د نظم او پاکوالي لامل کېږي.

د یاد ولایت اوسېدونکي وایي، که په دغه سړه هوا کې روږدي له ښاره نه وای ټول شوي نو ډېر به يې مړه شوي وو.

د یادونې ده، د روږدو راټولولو لړۍ له پیلېدو راهیسې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو زرګونه نشه‌یان ټول شوي دي.

د هرات له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مدیریت د مسوولینو په وینا، یوازې په دغه ولایت کې یې د ښار په کچه ۴۶۰۰ نشه‌یان راټول کړي او د حکومت او سوداګرو په ملاتړ یې د اعتیاد پرېښودو ۲۲ خصوصي مرکزونو ته لېږدولي او هلته تر درملنې لاندې نیول شوي دي.

د خپرو شوو شمېرو له مخې، په هرات ولایت کې شاوخوا ۷۰ زره روږدي موجود دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

Views: 103

Exit mobile version