Pajhwok Afghan News

اروزګان کې له ۲۰ جریب ځمکې کوکنار اړول شوي

ترینکوټ (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۱): د اروزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ په پنځو بېلابېلو سیمو کې نن پر شل جریب ځمکه کرل شوي کوکنار اړول شوي دي.

د یاد ولایت مطبوعاتي مسوول قاري سعید پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونو نن د دهراود ولسوالۍ په سیګزي، ککرکه، پوټي، تنګي او لونډیانې سیمو کې پر شل جریب ځمکه تازه کرل شوي کوکنار اړولي دي.

نوموړي زیاته کړه، دغه کښتونه د امیرالمؤمنین د فرمان پر اساس اړول شوي او هېچاته به د هیڅ ډول نشه‌يي توکو د کرکیلې اجازه ور نکړل شي.

د یادونې ده، د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د نشه‌يي توکو کرکيله، کارول او پېر  پلور منع دی.

Views: 49

Exit mobile version