Pajhwok Afghan News

خیرخواه له افغان رسنیو او خبریالانو سره د اروپايي ټولنې د اقتصادي همکاریو غوښتنه وکړه

کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۱): د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د دې ترڅنګ چې وايي د رسنیو اقتصادي ستونزو د حل لپاره يې هڅې پیل کړي، د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره په کتنه کې له افغان رسنیو، رسنیزو بنسټونو او خبریالانو سره د اروپايي ټولنې د اقتصادي همکاریو غوښتنه وکړه.

د ياد شوي وزارت په ټويټرپاڼه کې راغلي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه نن (شنبه) د اروپايي ټولنې له ځانګړي سیاسي استازي توماس نیکلسن، د اروپايي ټولنې له سفیرې رافیلا یودېچه، د یادې ټولنې له ستر سلاکار جیني ګرین او مل پلاوي سره وکتل.

سرچينه کاږي، په دغه کتنه کې دواړو لوریو د ګډو همکاریو له کبله مننه وکړه او په افغانستان کې یې د روان وضعیت او بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې.

سرچينه زياتوي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په رڼا کې د بیان له ازادۍ او د رسنیو له ازاد فعالیت څخه هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ او د هېواد د کلتوري او تاریخي میراثونو د ساتنې ژمنه يې وکړه.

سرچينه وايي، ملا خیر الله خیرخواه همدارنګه له افغان رسنیو، رسنیزو بنسټونو او خبریالانو سره د اروپايي ټولنې د اقتصادي همکاریو غوښتنه وکړه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ورته وخت کې توماس نیکلسن په دغه کتنه کې د کلتوري او تاریخي میراثونو د ساتنې، د بیان ازادۍ په ځانګړې توګه د رسنیزو تخطیو د څېړنې کمېسیون په تړاو خبرې وکړې او په دې تړاو يې د اسلامي امارت کړنې وستایلې.

سرچينه زياتوي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د اروپايي ټولنې استازو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په رڼا کې د بیان ازادۍ ته ژمن دی او د رسنیو اقتصادي ستونزو د حل په موخه يې هڅې پیل کړې دي.

Views: 63

Exit mobile version