Pajhwok Afghan News

د غزني مسوولین وایي، د بیان له ازادي ملاتړ کوي

غزني ښار (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۱): د غزني مسوولین وايي، د غزني سیمه‌ییزه اداره په ټول توان سره د بیان له ازادۍ څخه ملاتړ کوي.

د کب ۲۷مه په افغانستان کې د خبریالانو له ملي ورځې سره برابره ده او دا ورځ د خبریالانو کار او زیار ته د درنښت په موخه ځانګړې شوې، چې نن دغه ورځ د غزني په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې ونمانځل شوه.

د غزني مرستیال والي قاري ګل حیدر شفق په خپلو خبرو کې د دغه ولایت د سیمه ییزو خبریالانو کړنې وستایلې او زیاته یې کړه چې د غزني سیمه‌ییزه اداره په ټول توان سره د بیان له ازادۍ څخه ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه: «موږ اوس ملي او دیني ارزښتونو ته ژمن حکومت لرو، دغه ډول ټولې ملي ورځې مو د ملي ارمانونو د ترلاسه کولو او پوره کېدو ویاړ دي.»

نوموړي د هېواد د وضعیت په سمون کې د خبریالانو رول مهم وباله او له خبریالانو یې وغوښتل چې د خپل ملي او مسلکي رسالت په ادا کولو کې دې پوره هڅه وکړي او هغه څه دي خپاره کړي چې حقیقت ولري.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار بیا د خبریالانو او د دغه ولایت سیمه ییزې ادارې پر نږدېوالي ټینګار وکړ او زیات یې کړه چې تر پخوا په غزني کې اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسی سم شوی او په دې هڅه کې دي تر څو دا وضعیت نور هم ښه شي.

په ورته وخت کې د دغه ولایت خبریالان خوښي څرګندوي، چې د ټول عمر خدمت په بدل کې یوه ورځ دوی ته د ملي ورځې په نامه نومول شوې ده.

خبریال بشیر الله نقشبندي پژواک خبري اژانس ته وویل، له ګڼو ستونز سره سره، بیا هم خبریالان اطلاعات او معلومات تر خلکو رسوي او دې کارته ژمن دي او په پوره اخلاص او مینه تل هلې ځلې کوي، چې د رسنیو له لارې خپلې دندې پر مخ یوسي.

خو زیاتوي: «په غزني کې اطلاعاتو ته لاسرسی کم دی او ډېری خبریالان د راپورونو جوړولو پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي.»

یو بل خبریال عبدالخالق وصال بیا وايي، دوی د ژورنالیزم اصولو او ارزښتونو ته ژمن دي او بې پرې رپوټونه برابروي او د خبریالۍ مسلک اهمیت ته په کتو یې خپروي.

خو زیاتوي: «غزني مېشي خبریالانو اطلاعاتو ته زیات لاسرسی نه لري او د اسلامي امارت له سیمه ییزو چارواکو سره یې بیا بیا دا ستونزه شریکه کړې، لا هم په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.»

دوی له دولتي مسوولینو غواړي چې خبریالانو ته دې په کار کولو کې اسانتیاوې رامنځته کړي او د رسنیو د کار په ارزښت او د خبریالانو او رسنیو په ستونزو او اطلاعاتو ته د خبریالانو پر وخت لاسرسي کې دې همکاري وشي.

Views: 38

Exit mobile version