Pajhwok Afghan News

د پکتیکا مسوولین وايي، ژر به هغه رسنۍ فعالې کړي چې د امارت په راتګ سره بندې شوې دي

ښرنه (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۱): د پکتيکا ولایت مسوولین وايي، د رسنیو خوندیتوب یې لومړیتوب دی او ډېر ژر به هغه رسنۍ فعالې کړي چې د اسلامي امارت په راتګ سره بندې شوې دي.

د پکتیکا په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې په کلنۍ ناسته کې د بېلابېلو رسنیو استازو ګډون کړی وو چې په دغه ولایت کې د خبریالانو ستونزې او پر وړاندې یې شته ننګونې د ولایتي ادارې له چارواکو سره شریکې کړې.

 خبریالانو له چارواکو وغوښتل چې له رسنیو سره د تفاهم لپاره د څو ارګانونو یوه ګډه کمېټه جوړه شي څو د اطلاعاتو ترلاسه کولو او خوندیتوب په برخه کې ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

په پکتیکا کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول خیرالدین ذکي وویل، په دغه ولایت کې د رسنیز ډګر ښه کولو او د خبریالانو خوندیتوب لپاره دې یوه کمېټه جوړه شي او په دې کمېټه کې دې مرستیال والي، د اطلاعاتو او کلتور رییس، د استخباراتو، امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاستونو او امنیې قوماندانۍ یو یو کس شامل وي.

د هغه په خبره، د دې کمېټې له جوړېدو سره به د ولایت په کچه د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې ګواښونو، شکایتونو او ستونزو ته رسېدنه وشي.

ذکي زیاته کړه، دا کمېټه به د سیمه‌ییزو حکومتي ادارو، خبریالانو او رسنیو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې اسانتیا برابره کړي.

د پکتیکا یوه خبریال محمدعاقل کلیوال وویل، اطلاعاتو ته لاسرسی د رسنیو حق دی او دې برخه کې باید د همکارۍ هڅه وشي.

نوموړي زیاته کړه: «د رسنیز ډګر د ښه‌والي لپاره دې د خبر ترلاسه کولو لپاره اسانتیا جوړه شي او د دې کمېټې له جوړېدو سره دې د خبریالانو او رسنیو اړوند ټولې چارې دې کمېټې ته وسپارل شي.»

بل لور ته، د پکتیکا مرستیال والي مولوي محب‌الله حماس وویل، ولایتي اداره له خبریالانو او رسنیو سره بشپړې همکارۍ ته ژمنه ده.

هغه زیاته کړه: «رسنۍ زموږ لپاره ډېر زیات ارزښت لري. رسنۍ چې د دې سیمې هرې ستونزې ته انعکاس ورکوي په اصل کې زموږ سره همکاري کوي؛ ځکه هغو مواردو ته زموږ هم پام کېږي او مرکزي حکومت نه هم غوښتنه کولی شو چې بیا هغه ستونزې او مشکلات حل شي.»

نوموړي له خوندیتوب کمېټې او اطلاعاتو او کلتور ریاست نه وغوښتل چې د یادې کمېټې په جوړولو سره دې خبریالانو ته ځانګړي کارتونه جوړ کړي څو له نورو خلکو یې توپیر وشي او د خبریالانو ظرفیت‌لوړونې لپاره دې سیمینارونه جوړ شي.

 د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمدامین حذیفه وویل، د ګډې کمېټې جوړولو او نورو ټولو هغو چارو ته خوښ دی چې رسنیز ډګر ورسره ښه کېږي.

نوموړي وویل، د دوی ټول امکانات به د خبریالانو لپاره چمتو وي او ډېر ژر به له هغو رسنیو سره چې د امارت په راتګ سره د اقتصادي ستونزو له امله بندې شوې دي، مرسته وکړي څو بېرته فعالیت پیل کړي.

هغه وویل: «په پکتیکا کې څلور راډیوګانې د اقتصادي ستونزو له امله بندې شوې دي، اوس موږ پلان لرو چې دا رسنۍ تقویه کړو ترڅو خپل فعالیتونه بېرته شروع کړي.»

حذیفه زیاته کړه، دوی له رسنیو سره هر راز مرستې ته ژمن دي.

د نوموړي په خبره، که کوم وخت اطلاعاتو ته په لاسرسي کې ځنډ راځي، نو هغه ځیني داسې موارد وي چې دوی باید لومړی له مرکزي ادارې نه هدایت واخلي او بیا له رسنیو سره شریک شي.

د یادونې ده، په پکتیکا کې ۷ غږیزو رسنیو فعالیت کاوه چې د اسلامي امارت په راتلو سره څلورو یې خپرونې بندې کړې؛ خو اوس تازه د پکتیکا ولایت چارواکو د دې رسنیو د بیا فعاله کولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

Views: 42

Exit mobile version