کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۲): ټاکل شوې چې نن د شانګهای همکاریو سازمان کلنۍ ناسته په نوي ډهلي کې ترسره شي چې پکې به د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادو د وضعیت په تړاو هم خبرې وشي.
هندوستان ټایمز راپور ورکړی چې د شانګهای سازمان د غړو هېواونو د امنیت شورا سرمشریزې کلنۍ ناسته نن (چهارشنبه) په هند کې ترسره کېږي.
ټاکل شوې په یاده غونډه کې د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونو د وضعیت او له ترهګرۍ او نشهیي توکو سره د مبارزې په اړه هم بحث وشي.
د یادونې ده، د یاد سازمان غړي هر کال د څواړخیزو همکاریو پیاوړتیا په موخه ناستې کوي او سږ کال یې دورهیي ریاست هندوستان پر غاړه لري.
چین، روسیه، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان هند او ایران د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه دي.
Views: 52