ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بهرنیو چارو وزارت: د شانګهای راتلونکې سرمشریزه کې دې افغان حکومت ته هم بلنه ورکړل شي

5 Jul 2023 - 15:14
5 Jul 2023 - 15:14

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت وایي، اسلامي امارت د سیمې امنيت خونديتوب او د همکاریو پراخوالي په تړاو د هرې غونډې هرکلى کوي او په ورته ناستو کې د افغانستان استازي ته د ګډون زمینې مساعدېدل خپل مسلم حق بولي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د هند په کوربه‌توب د شانګهای همکاریو سازمان ۲۳مه سرمشریزه غونډه په انلاین بڼه ترسره شوه او په دې غونډې کې په افغانستان کې پر ټولګډون حکومت او له افغانانو سره پر بشري مرستو ټینګار وشو.

د یادې ناستې په تړاو بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د سیمې امنيت خونديتوب او د همکاریو پراخوالي په اړه د ښې همغږۍ رامنځته کولو په پار د ورته ناستو هرکلی کوي.

په اعلامیه کې راغلي: «په ورته ناستو کې چې افغانستان یې د ناظر په توګه غړیتوب لري، زموږ استازي ته د ګډون زمينې مساعدېدل خپل مسلم حق او نه شتون یې د هر اړخيزې همغږۍ پر وړاندې خنډ بولو.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version