Pajhwok Afghan News

بغلان کې درې خبریالان نیول شوي

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۲): له رسنیو د ملاتړ دوو بنسټونو په بغلان کې د امنیتي ځواکونو له خوا د درېیو خبریالانو د نیولو خبر ورکوي، د هغوی خوشي کولو غوښتنه کوي او وايي، د خبریالانو د سرغړونې قضیې باید د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ارزونې کمېسیون له لارې تعقیب شي.

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې په اعلامیه کې راغلي چې پرون د «تنویر» محلي ټلویزیون خبریال غلام‌علي وحدت، د ملي ټلویزیون خبریال سید نوراغا او کمره‌مین صفي‌الله په بغلان ولایت کې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

سرچینې لیکلي: «که څه هم هغه شواهد چې د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې ته رسېدلي، د دغو خبریالانو د سرغړونې ښکارندویي کوي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولینو هم دې ټولنې ته د دغو خبریالانو د خوشي کولو له هڅو خبر ورکړی دی.»

په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنه یو ځل بیا د یادو خبریالانو پر خوشي کېدو د ټینګار ترڅنګ، له امنیتي ځواکونو او د اسلامی امارت له نورو بنسټونو څخه غواړي څو له یادو خبریالانو او رسنیو سره رامنځته شوې ستونزې دې له قانوني ادرسه -چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت او په ځانګړې توګه د رسنیزو سرغړونو ارزونې کمېسیون دی- تعقیب کړي.

سرچینه زیاتوي، له دغه کار سره به هم هېوادوال د حاکم نظام له قانونمند کېدو څخه ډاډمن شي او هم به خبریالان په خوندي فضا کې خپل مسلکي کار ته دوام ورکړي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د يادو خبريالانو پر نيول کېدو اندېښنه څرګنده کړې او د هغوى د ژر او بې قید او شرطه خوشي کولو غوښتنه يې کړې ده.

سرچینې لیکلي: «ویل شوي چې دغه خبریالان شاوخوا درې اونۍ مخکې د ولایت امنیت تامینولو ته د چمتووالي په تړاو خبري پوښښ لپاره د پلخمري ورودي دروازو ته بلل شوي وو؛ لومړني معلومات ښيي چې هر دغه ټلویزون د سیمه‌ییزو مسوولینو په حضور کې د تالاشۍ له ځایه په جلا جلا ډول راپورونه چمتو او خپاره کړل، خو ظاهرا د ملي ټلویزون راپور د مسوولینو له غوښتنو سره برابر نه و.»

د خبریالانو مرکز همدراز ویلي چې د ټولیزو رسنيو د قانون له مخې، خبريالان د خپلو مسلکي كارونو په ترسره كولو كې ازاد دي، چارواکي باید محدودیتونه ورته جوړ نه کړي او نه یې هم وګواښي، بلکې باید ملاتړ یې وکړي.

له بلې خوا، په بغلان کې د ملي ټلویزیون امر مولوي یاسر پژواک ته وویل چې د دغه ټلویزیون دوه کارکوونکي د استخباراتو له خوا نیول شوي دي.

هغه وایي، د یادو دوو خبریالانو په اړه له والي او مرستیال سره یې خبرې کړې او هیله‌من دی چې ژر تر ژره خوشي شي.

همداراز، د تنویر خصوصي ټلویزیون یوه کارکوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په خبر کې یاد شي، پژواک ته وویل، د هغوی همکار غلام‌علي د ملي ټلویزیون له دوو کارکوونکو سره د استخباراتو ریاست له لوري نیول شوی دی.

هغه زیاته کړه: «موږ د اسلامي امارت ټول هدایات په خپلو برنامو کې مراعات کړي، خو نه پوهېږم چې زموږ همکار ولې نیول شوی دی.»

دغه راز د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي مصطفی هاشمي په لنډ ډول پژواک ته وویل: «هغوی جرم کړی و، د سوال او ځواب لپاره غوښتل شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت درې ورځې وړاندې ویلی و، په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو اړوند مسایل به د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ته د رسېدنې کمېسیون له لارې څېړي او بله هیڅ اداره د رسنیو او خبریالانو په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.

Views: 81

Exit mobile version