ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات کتاب‌پلورونکي: بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو پر کاروبار مو منفي اغېز کړی

3 May 2023 - 19:30
3 May 2023 - 19:30

هرات (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۲): په هرات کې یو شمېر کتاب‌پلورونکي، لیکوال او فرهنګیان وایي، د بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو په پراخېدو سره له کتاب پېرلو او مطالعې سره د خلکو لېوالتیا کمه شوې ده.

د هرات ښار د درېیمې ناحیې اوسېدونکي محمدجمشید اعلمي له پژواک سره په خبرو کې وویل، له وروستیو تحولاتو سره په هېواد او په تېره بیا هرات کې د مطالعې کچه ټيټه شوې چې عمده بېلګه یې په دغه ولایت کې د عامه کتابتون د اوسنیو مراجعینو کم شمېر یادوي.

د اعلمي په وینا، په هېواد کې بې‌وزلي او د اقتصادي ستونزو زیاتوالی د دې لامل شوی چې د ځوانانو په منځ کې د کتاب پېرل او لوستل کمرنګه شي.

نوموړی د دغه وضعیت دوام ناهیلی کوونکی ګڼي او له چارواکو غوښتنه کوي څو د ځوانانو د فکري ودې غوړېدا لپاره له هرې شونې لارې کار واخلي.

يو بل ځوان احسان عثماني چې د یاد ولايت عامه کتابتون ته د مطالعې په موخه راغلى، له پژواک سره په خبرو کې وويل، مخکې په هرات ښار کې یو شمېر د مطالعې مرکزونه موجود وو، خو اوس یوازې د هرات کتابتون د مطالعې سالون د مراجعینو پر مخ خلاص دی.

د هغه په وینا، دا چې د مراجعینو شمېر ډېر کم شوی نو د اندېښنې وړ خبره ده.

هغه زیاته کړه: «سره له دې چې موجود وضعیت درک کوو، خو دا چې ځوانان د ټولنې اصلي محرک ځواک ګڼل کېږي او هر ځوان باید د ځان او هېواد د ودې او پرمختګ لپاره په ورځني پروګرام کې مطالعې ته وخت ورکړي او په دې برخه کې باید هر ځوان او د قلم خاوند هڅه وکړي.»

په ورته وخت کې، په هرات کې ځیني کتاب‌پلورونکي وایي چې ورځ تر بلې د بې‌وزلۍ کچې لوړېدل او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې خلک کتاب پېرلو ته مراجعه ونه کړي.

د هرات د مرکز یو کتاب‌پلورونکی میر عبدالعلي وایي، په وروستیو میاشتو کې د خلکو په ځانګړې توګه د ځوانانو لېوالتیا له کتاب لوستنې سره په کم‌سارې ډول کمه شوې ده.

نوموړي څرګنده کړه، له څو میاشتو راهیسې یې کتابونه چې د هغه ټوله پانګه ده، نه دي خرڅ شوي او کاروبار یې له سقوط سره مخ دی.

د هرات ولایت یاد کتاب‌پلورونکي وایي، د مطالعې کلتور پیکه کېدل او د کتابونه نه پېرل، هغوی له مالي زیانونو سره مخ کړي دي.

بل‌خوا، په هرات کې یو شمېر د فرهنګي چارو پوهان په دې باور دي چې په وروستیو دوو کلونو کې سیاسي بدلون، ورپسې بهر ته د فرهنګیانو کډوالېدل او مطالعې ته د ځوانانو نه لېوالتیا په هرات کې د کتاب لوستنې فرهنګ د کمرنګه کېدو لاملونه دي.

په یاد ولایت کې د فرهنګي چارو پوه عبدالبصیر راغب د یاد مطلب په تایید او د مطالعې پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ زیاتوي، دا د حکومتي ادارو دنده ده چې د بنیادي پروګرامونو له لارې د مطالعې او کتاب لوستلو فرهنګ ودې لپاره هڅه وکړي.

په ورته وخت کې، د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس مولانا نعیم‌الحق حقاني وایي چې اداره یې په هڅه کې ده څو په دغه ولایت کې د کتاب نندارتونونو او سیمینارونو په جوړولو سره د کتاب او کتاب لوستلو کلتور را ژوندی کړي.

هغه همداراز د یاد ولایت له فرهنګیانو او کتاب‌پلورونکو وغوښتل لاسونه سره ورکړي او د کتاب لوستنې فرهنګ په رواجولو کې هڅه وکړي.

Views: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version