Pajhwok Afghan News

د فاریاب په مرکز میمنه کې د نجونو لپاره مدرسه جوړه شوه

میمنه (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۲): د فاریاب سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز میمنه کې د نجونو لپاره ځانګړې مدرسه چې د زرو زده‌کوونکو د جذب وړتیا لري، جوړه او پرانیستل شوه.

د فاریاب د پوهنې رییس مولوي حفیظ الله معتصم بالله د دې مدرسې د پرانیستې مراسمو کې وویل، د فاطمه الکبری اناثیه مدرسه د یوه خیرخواه کس له خوا د میمنې ښار په تاتار ګذر کې جوړه شوې چې شیوخ او ښځینه استادانې په کې تدریس کوي.

هغه زیاته کړه، د فاریاب په کچه د ښځو لپاره دا څلورمه مدرسه ده چې د فعالیت رسمي جواز لري، په پام کې ده، په راتلونکي کې چې کوم کس له دغو مدرسو په عالي درجه فارغېږي، ښوونځيو او تعلیمي بنسټونو ته جذب شي.

نوموړي وویل: «ښځې لومړنۍ ښوونکې دي چې په غېږو کې یې پیغمبران روزل شوي، ښځې د غیرت نمونې دي، که غواړو چې یوه روغه ټولنه ولرو نو باید د نجونو زده‌کړو او روزنې ته پاملرنه وشي، د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم له مخې، د هلکانو مدرسو ترڅنګ باید د نجونو مدرسې هم جوړې شي.»

هغه دغه راز زیاته کړه، د اسلامي امارت د رهبرۍ له خوا د هېواد په کچه سل زره بستونه دیني مدرسو ته ځانګړي شوي، له هغه وروسته چې د فاریاب ونډه مشخصه شوه، د خصوصي مدرسو ښوونکي به هم په دغو بستونو کې شامل شي.

د یادې مدرسې یوه مُدرس مولوي محمدصابر روحاني وایي، دغه مدرسه د زرو کسانو جذبولو وړتیا لري چې څلور نارینه استادان به مشرانو زده‌کوونکو ته په انلاین او ۱۴ نورې ښځينه استادانې به وړو زده‌کوونکو ته په حضوري ډول تدریس کوي.

نوموړي زیاته کړه، هڅه کېږي چې په دې مدرسه کې د دیني علومو ترڅنګ عصري علوم هم تدریس شي.

د یادې مدرسې یوې استادې نرګس وویل، د قران د اصولو په رڼا کې هر هغه څه یې چې له پنځه کلنۍ تر اوسه له ښوونکو زده کړي، غواړي چې نورو ته یې هم ورسوي څو له دیني او شرعي مسایلو باخبره یوه سالمه ټولنه ولرو.

یاده مدرسه کې یوه بله ښوونکې تهمینه، د میمنې ښار په درېیمه ناحیه کې د دې مدرسې جوړېدل یوه جدي اړتیا وبلله ویې ویل، خوشحاله ده چې دغه اړتیا د یوه پانګوال له خوا هواره شوه.

هغې زیاته کړه، هڅه کوي، هر هغه څه چې له علماوو او استادانو په انلاین ډول زده کوي، خپله وړتیا وښیي او نورو زده‌کوونکو ته یې ور زده کړي او هیله منه ده چې د پوهنې ریاست له دې مدرسې ملاتړ وکړي او د دارالعلوم کچي ته ارتقا ورکړي.

د دې مدرسې موسس حاجي احمد فرید تاتار وایي، ۷ کاله مخکې یې په سیمه کې د ذکورو مدرسه او دارالعلوم جوړ کړ چې هر کال ترې لسګونه کسان فارغېږي، نو هغو ته په کتو د نجونو مدرسې جوړېدو هم اړتیا وه چې نن یې په فعالیت پیل وکړ.

نوموړي وویل، پر دې مدرسې یې له ځمکې نیولې، د درسي خونو، صالون جوړولو او تجهیزاتو پورې سل زره ډالر مصرف کړي او موخه یې د الله رضا ده.

دا وایي، په دې مدرسه کې د څلورو مفتیانو په ګډون ۱۸ ښوونکي چې په انلاین ډول تدریس کوي او ۱۴ ښځينه استادانې ګومارل شوې دي.

هغه د شاګردانو منلو شرایطو په اړه وویل: «له هر شاګرده له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو فیس اخلو چې له هغه د ښوونکو تنخواوې، نهاري او د مدرسې ټولې ادارې چارې تامینېږي او هغه شاګردان چې بېوزله دي او دغه راز درې کسان چې د یوه کور وي، له یوه کس یې فیس نه اخلو.»

Views: 20

Exit mobile version