کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت وایي، له نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو په ۱۱ ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال د کوکنارو ۱۵۹۱ جریب کښتونه اړولي دي.
ياد وزارت په خپله ټویټرپاڼه د پورتني مطلب ترڅنګ لیکلي، له ۹۰۰ جریب ډېر کوکنار په تخار، ۳۵۰ جریب د بدخشان په کشم او ۱۷۶ جریب د ننګرهار په اچین او نازیانو ولسوالیو کې اړول شوي دي.
سرچینه کاږي، ۱۳۴ جریب کوکنار په فاریاب، ۱۵ جریب د نورستان په وانټوایګل، ۷ جریب د لغمان په الینګار او څلور جریب دایکنډي او اروزګان ولایتونو کې اړول شوي دي.
سرچینه زياتوي، له نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو سلګونه جریب د کوکنارو کښتونه په کابل او هرات، لسګونه جریب د تاله او برفک سیمه او همدارنګه پنځه جریب د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې اړولي دي.
له دې مخکې هم د کورنيو چارو وزارت په یو شمېر ولایتونو کې د کوکنارو له کښته د سلګونه جریب ځمکې پاکولو خبرونه ورکړي دي.
د ۱۴۰۱ کال د وري په ۱۴مه د اسلامي امارت مشر د يوه فرمان پر بنسټ، په افغانستان کې د کوکنارو پر کرلو او هر ډول نشهيي توکو پر کارولو بنديز ولګاوه او په کې يې څرګنده کړې وه چې که څوک سرغړونه وکړي، د کوکنارو کښت به یې له منځه یووړل شي او له سرغړوونکي سره به د اسلامي شریعت له مخې چلند وشي.
Views: 23