Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
اړوندو ادارو د هېواد سیندیزو حوزو په ځینو ساحو کې د راتلونکو درېیو ورځو لپاره د سخت ورښت، برېښنا او تالندې، سېلابونو راتلو او د سیندونو اوبو کچې له لوړېدو خبر ورکړی دی.
د عدلیې وزارت وایي، د دغه وزارت د وړاندیز او د ریاستالوزراء د منظورۍ له مخې د لا ډېرو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ۲۳ ولایتونو عدلیې رییسان له یو ولایت څخه بل ته تبدیل شول.
د افغانستان د ټولګتو وزارت وايي چې د غور– هرات او غور – فاریاب، د نورستان درېیو ولسوالیو لارې او د فراه – هرات لویه لار د بارانونو، سېلابونو او غرښویېدنې له امله په موقت ډول تړل شوې دي.
بغلان، بامیان او دایکنډي ولایتونو کې له څه کم څلور زره کډوالو، یتیمانو او بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرستې وشوې.
سیمهییز مسوولین وایي، په ننګرهار ولایت کې له ۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو او دغه راز په اروزګان او فراه ولایتونو کې له څه باندې ۱۴۰۰ کورنیو سره نغدې مرستې وشوې.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې ناروې کمېټه په لسو ولایتونو کې دوه چکډیمونه او لس سړې خونې جوړوي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت له تورخم او سپینبولدکه خپلو اړوندو ولایتونو ته د څه باندې څلور زره کډوالو له لېږدولو خبر ورکوي.
کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۲): په لوګر او پکتيکا کې له څه باندې لس زره بېوزلو کورنيو سره د نغدو پيسو، خوراکي او غیرخوراکي توکو
د کورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په نهو ولایتونو کې یې ۲۱۸۳ جریب ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت وایي، له نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو په ۱۱ ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال د کوکنارو ۱۵۹۱ جریب کښتونه اړولي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو په بلخ، کابل، هرات، بغلان، کندوز، غزني او خوست ولایتونو کې د غلا، تښتونې، ناقانونه وسلې ساتلو، دوکهبازۍ او اخلاقي فساد په تړاو ۳۸ کسان نیولي دي.
کورنیو چارو وزارت وایي، په مرکز او څلورو ولایتونو کې یې د جرمونو په تړاو ۲۸ کسان نیولي چې له ډلې یې اووه «باغیان» دي او پنځه «د مجاهدینو تښتولو» په تړاو نیول شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن