Pajhwok Afghan News

نن له افغانستانه سعودي ته د حج‌کوونکو د لېږد بهیر پیلېږي

کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۲): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، نن به له افغانستانه په لومړۍ الوتنه کې شاوخوا ۳۴۶ کسان سعودي عربستان ته د حج فریضې ادا کولو په موخه ولېږدول شي.

د یاد وزارت معلوماتو له مخې، سږ کال به له افغانستانه ۳۰ زره کسان سعودي عربستان ته د حج فریضې ادا کولو په موخه سفر وکړي او د هر حج ته تلونکي کس لپاره ۳۹۲۴ ډالر – چې شاوخوا ۳۴۰ زره افغانۍ کېږي- لګښت په پام کې نیول شوی.

د ارشاد، حج اوقافو وزارت یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن به له افغانستانه سعودي عربستان ته په لومړۍ الوتنه کې شاوخوا ۳۵۰ کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه ولېږدول شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه الوتنه به نن له ماښام وروسته ترسره شي.

تېره اونۍ د ارشاد، حج اوقافو وزارت ویلي وو چې له کام ایر هوايي شرکت سره د روان کال حج ته تلونکو کسانو د لېږد او بېرته رالېږدولو تړون لاسلیک شو.

Views: 197

Exit mobile version