Pajhwok Afghan News

کاپیسا کې د جوالي په جامو کې د غلا په تور څلور کسان نیول شوي

محمودراقي (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د کاپیسا امنیه قوماندانۍ د غلا په تور د څلورو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز وایي، څلورو کسانو چې له څه مودې راهیسې یې د جوالي او لېږدوونکو کسانو په جامو کې د عمده پلورونکو هټۍوالو مالونه غلا کول، نیول شوي دي.

د هغه په خبره، یاد کسان د کاپیسا د مرکز او د کوهستان دویمې حصې ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

نوموړی زیاتوي چې یادو کسانو غلا کړي توکي د کاپیسا د مرکز د ده‌باباعلي بازار پر نورو پرچون پلورونکو پلورل.

سرچینې زیاته کړې چې یاد څلور کسان له ۲۰ بورۍ سرې او سل زره افغانیو سره نیول شوي دي.

هغه وویل چې په دې اړه څېړنه روانه ده او راتلونکي کې به په ډاګه شي چې د څو هـټۍوالو مالونه یې غلا کړي دي.

د فایز په خبره، د نیول شوو کسانو دوسیې به عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.

Views: 36

Exit mobile version