Pajhwok Afghan News

له کندهاره د زون په کچه د حج‌کوونکو د لېږد لړۍ پيل شوه

کندهار (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د کندهار له احمدشاه بابا هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته د زون په کچه د حج‌کوونکو کسانو د لېږد لړۍ نن پیل شوه.

په لومړۍ الوتنه کې نن سهار وختي ۳۴۶ تنه د اروزګان ولایت اوسېدونکي سعودي عربستان ته ولېږدول شول.

په دې اړه تېره شپه ناوخته په احمدشاه بابا هوايي ډګر کې مراسم جوړ شوي وو چې ګڼ شمېر چارواکو پکې کډون کړی وو.

په یادو مراسمو کې د کندهار د حج او اوقافو رییس مولوي عبدالبصیر فایز وویل، سږ کال له کندهار، هلمند، زابل او اروزګان ولایتونو څخه ۷۴۹۲ کسان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته لېږدول کېږي.

د هغه په وینا، یاد شمېر کسان به په ۲۴ الوتنو کې په ۱۲ ورځو کې ولېږدول شي او دغه لړۍ نن سهار وختي پیل شوه.

په یادو مراسمو کې د کندهار والي ملا محمدشیرین اخند د حج‌کوونکو له ښوونکو څخه وغوښتل چې د حاجیانو د لارښوونې مسوولیت په ښه ډول ادا کړي او همداراز حج‌کوونکو ته یې هم ډاډ ور کړ چې د تګ راتګ پر مهال به بشپړې اسانتیاوې ورته برابروي.

دغه‌راز په کندهار کې د هوایي ځواک مسوول مولوي فتح‌الله منصور هم په خپلو خبرو کې حج کوونکو ته ډاډ ورکړ چې د احمدشاه بابا په نړۍوال هوایي ډګر کې د دوی لپاره پوره اسانتیاوې برابرې شوې او له هیڅ ډول ستونزې سره به مخ نه شي.

چارواکي وایي، له کندهار څخه د حج‌کوونکو ننۍ الوتنه د سعودي عربستان جدې ښار ته ترسره شوه خو د افغانستان له نورو زونونو څخه الوتنې مدینې منورې ته شوې دي.

Views: 150

Exit mobile version