Pajhwok Afghan News

د اروزګان له مرکزه ۱۵۰ سوالګر ټول شوي

ترینکوټ (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د اروزګان ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت له مرکز ترینکوټ څخه یې ۱۵۰ سوالګر ټول کړي چې ۷۴ يې حرفوي پېژندل شوي دي.

د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اجرائیه مدیر نورالله رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو دوو میاشتو کې له ترینکوټ څخه ۱۵۰ سوالګر ټول شوي چې ۷۴ يې حرفوي پېژندل شوي دي.

نوموړی -چې خپله هم د سوالګرو راټولولو او تشخیص کمېټې غړی دی- وايي: «دوه میاشتې مخکې د ولایتي ادارې په لارښوونه څلور کسیزې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې په دې ولایت کې سوالګر راټول او اړ کسان په نښه کړي.»

هغه زیاته کړه، د دوو میاشتو په اوږدو کې يې په مرکز ترینکوټ کې ۱۵۰ سوالګر راټول کړي چې ۱۰۰ ښځې او ۳۰ ماشومان هم پکې شامل دي.

رحماني وویل، په یاد شمېر کسانو کې ۷۴ حرفوي دي او پاتې نور يې مستحق کسان دي چې د حکومت له خوا به مرسته ورسره کېږي.

د سوالګرو راټولولو کمېټې مسوولین وایي، له نامستحقو او حرفوي سوالګرو څخه ضمانت اخیستل شوی چې بیا به سوالګري نه کوي.

بلخوا، یو شمېر سوالګر چې د مرستو لپاره مستحق پېژندل شوي، د دوامداره مرستې غوښتنه کوي.

د ترینکوټ اوسېدونکي بي‌بي ملکه وايي، پنځه اولادونه لري چې ورته د نفقې پیدا کولو لپاره يې له کلونو راهیسې په ترینکوټ ښار کې سوالګري کړې ده.

هغه له حکومت او نورو خیریه موسسو څخه د دوامداره مرستو غوښتنه کوي.

Views: 141

Exit mobile version