Pajhwok Afghan News

یوه برتانوي څېړنیزه اداره: افغانستان کې د کوکنارو کښت په بې‌ساري ډول کم شوی

کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د «السیسAlcis » په نوم یو برتانوی څېړنیز بنسټ وایي، د سټلایټ (سپوږمکۍ) انځورونه ښيي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت په بې‌ساري ډول کم شوی دی.

یاد بنسټ تېره ورځ د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي، د سپوږمکۍ انځورونو په تجزیې او تحلیل سره یې موندلې چې اسلامي امارت اسلامي امارت په هلمند ولایت کې په بریالیتوب سره د تریاکو کښت تر ۹۹ سلنې ډېر کم کړی دی.

د یاد بنسټ په راپور کې راغلي چې تر دې وړاندې هلمند ولایت د افغانستان له ۵۰ سلنې څخه د ډېرو کوکنارو د تولید مرکز و.

د سرچینې په خبره، د یاد شرکت او د افغانستان په چارو کې د یوه څېړونکي ډیویډ منسفیلډ څېړنې او تحلیلونه ښيي چې د افغانستان په سوېل کې د کوکنارو کښت د تېر کال په پرتله ۸۰ سلنه کم شوی دی.

د دغه بنسټ د راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې په هلمند ولایت کې د کوکنارو د کر کچه له ۱۲۰ زره هکټار ځمکې څخه ډېره وه چې په ۲۰۲۳ کال کې له زر هکټار ځمکې څخه کمه شوې ده.

السیس زیاته کړې، دغه کمښت وروسته له هغه رامنځته شو چې د اسلامي امارت مشر د نشه‌یي توکو پر کښت بندیز اعلان کړ.

په برتانیا کې له نشه‌یي توکو سره د مبارزې یوه پخواني مسوول مایک ټریس ویلي، په دې کچه د کوکنارو کښت کمېدل به په ټوله نړۍ کې د هیروینو پر قاچاق او تنظیم شوو جرمونو باندې د پام وړ اوږدمهاله اغېزې ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت مشر مولوي هبت‌الله اخندزاده د تېر کال د وري میاشتې په ۱۴مه د یوه فرمان په صادرولو سره په افغانستان کې د نشه‌یي توکو پر کرکیلې، تولید، پېر او پلور بندیز ولګاوه.

Views: 103

Exit mobile version