Pajhwok Afghan News

د تخار خلک: ځیني ډاکټران په شفري نسخه‌لیکنې سره پر ناروغانو تجارت کوي

تالقان (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د تخار یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ځینو شخصي روغتونونو د ډاکترانو له خوا د شفري نسخه‌لیکنې ډېرېدو له امله اندېښنه ښيي او وايي، پر ناروغ‌لرونکو خپل درمل په څو برابره لوړه بیه پلوري.

دوی وايي، ډاکټران هڅه کوي چې د خلکو بې‌وزلۍ او ناوړه اقتصادي حالت ته له پامنیوي پرته له شفري نسخو په استفادې سره پر ناروغ‌لرونکو سوداګري وکړي او د عامې روغتیا له مسوولینو غواړي چې دغه وضعیت کنټرول کړي.

د تخار اوسېدونکی اسدالله تیمور وایي: «وخت ناوخته چې زما مېرمن او ماشومان ناروغان کېږي او هر خصوصي روغتون ته چې مراجعه کوو نو د شفري نسخو لیکلو شاهدان یو چې له هماغه روغتون پرته یې بل درملتون لوستلی نه شي، بېرته له مجبورۍ هماغه روغتون ته ورځم او یو پاکټ درمل چې اصلي بیه یې ۵۰ افغانۍ وي، په ۱۰۰ افغانۍ یې اخلم.»

د هغه په وینا، دا یوازینۍ لار ده چې په تخار کې د خصوصي روغتونونو ډاکټران د ناروغانو د درملنې په موخه له بې‌وزله خلکو یوه مړۍ ډوډۍ اخلي او په حقیقت کې پر ناروغانو تجارت کوي.

هغه  په دې برخه کې د تخار د عامې روغتیا ریاست جدي پاملرنه غواړي.

د یاد ولایت یو بل اوسېدونکی امین‌الله حبیبي هم وايي، شفري نسخې د دی لامل شوی چې درمل په لوړه بیه وپلورل شي، په داسې حال کې چې خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه چې د لرو ولسوالیو ډېری ناروغان شخصي روغتونونو ته مراجعه کوي او کله چې کور ته له ستنېدو وروسته یې درمل خلاصېږي، نو اړ دي چې ډېره کرایه ورکړي او له لرې سیمې هماغه روغتون ته مراجعه وکړي او خپل درمل وپېري.

د هغه په وینا، که نسخې په کمپیوټري او شفافه توګه ولیکل شي، نو ناروغان‌لرونکي به له سرګردانۍ پرته  خپل د اوسېدو له سیمې څخه درمل ترلاسه کړي.

د تخار یو بل اوسېدونکی حسین عابد چې له کلونو راهیسې د وینې لوړ فشار پر ناروغۍ اخته دی وايي: «یوه ډاکټر ته مې مراجعه وکړه، نسخه یې راته ولیکله، وروسته مې پرېکړه وکړه چې درمل د ښار له درملتونونو په ارزانه بیه ترلاسه کړم، خو هر درملتون ته به چې ولاړم، نسخه یې نه شوه لوستی، اوس اړ یم چې بېرته هملته مراجعه وکړم او له شخصي درملتون څخه یې وپېرم.»

په تالقان ښار کې د بل ناروغ پایواز عبدالودود ضيايي وايي، له سهار راهيسې يې شاوخوا سل درملتونونو ته مراجعه کړې، څو د خپل ناروغ درمل واخلي، خو دا چې نسخه يې په شفري بڼه ليکل شوې، هېڅ درملتون یې لوستی نه شي.

نوموړي زیاته کړه: «که له مربوطه ډاکټر څخه درمل واخلم نو په لوړه بیه یې حسابوي، موږ ډېرې پیسې نه لرو، له ډاکټرانو او روغتیایي مسوولینو غواړو چې د خلکو اقتصادي ستونزې په پام کې ونیسي او د شفري نسخو لیکلو مخنیوی وکړي.»

دغه‌راز، د روغتیا برخې کارپوه ډاکټر عزیزالله بسیج شفري نسخې خلکو ته یو سرخوږی بولي او زیاتوي: «نسخه درملتونونو ته د ډاکټر یوه پشنهادي پرچه وي چې درمل پلورونکي د ډاکټر له لارښوونې او وړاندیز سره سم ناروغانو ته درمل ورکوي.»

د هغه په وینا، د ډاکټر نسخه باید عام فهمه او په هر درملتون کې د لوستلو وړ وي او ناروغ د درملو اخیستو پر مهال له کومې ستونزې سره مخ نه‌شي.

ډاکټر عزیزالله بسیج د ډاکټرانو، درملتونونو او د درملو شرکتونو ترمنځ اړیکې د شخصي ګټو تامین په موخه بولي چې له همدې امله د ډېرو ناروغانو نسخې په شفري بڼه لیکل کېږي.

هغه چې له کلونو راهیسې د تخار په ګډون د هېواد په شمال‌ختیځو ولایتونو کې دنده ترسره کوي وايي، د یوه ډاکتر په نسخه کې باید د انګلیسي له الفبا پرته بل‌څه ونه لیکل ‌شي، شفري نه‌ وي څو د درملو پېرلو پر مهال ناروغانو ته ستونزه جوړه نه‌کړي.

هغه له روغتیايي مسوولینو وغوښتل چې په هېواد کې د ډاکترنو له لوري د شفري نسخه‌لیکنې مخنیوی وکړي.

په ورته‌ مهال، د تخار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقهار احمدي د ډاکټرانو له لوري د شفري نسخو لیکلو د مخنیوي ډاډ او خبرداری ورکوي چې که په روغتونونو کې د شفري نسخو له لیکلو مخنیوی ونه‌شي، جدي قانونی چلند به ورسره وشي.

د شفري نسخه‌لیکنې په تړاو مو د هیڅ خصوصي روغتون نظر ترلاسه نه‌شو کړای او نه په دې اړه د دغه روغتونونو کوم مسوول مرکې ته حاضر شو.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت څه موده مخکې اعلان کړی و چې د ډاکټرانو له‌لوري به د شفري او غیرقانوني نسخو لیکلو په کلکه مخنیوی وشي او له ډېری هغه معاینه‌خونو سره جدي قانوني چلند شوی چې ناروغانو ته یې شفري نسخې ورکولې.

یاد وزارت له خلکو غوښتي وو چې په‌دې اړه له عامې روغتیا وزارت سره مرسته وکړي او که داسې ډاکټر یې ولید چې شفري نسخې لیکي، نو د دغه وزارت د روغتیايي قوانینو امریت ته‌ دې شکایت وکړي څو موضوع د مسوولینو له‌لوري وڅېړل‌ شي.

Views: 45

Exit mobile version