Pajhwok Afghan News

بغلان کې ۵۳ نوې تاریخي سیمې ثبت شوې دي

پلخمري (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د يوې تازه سروې له مخې، په دغه ولایت کې ۵۳ نور ځایونه هم د تاریخي سیمو په توګه ثبت شوي دي.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست ريیس مولوي عزت‌میر حقاني د غبرګولي په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ولايت ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د تاریخي سیمو د سروې په موخه دوه کسان را استول شوي دي.

هغه وايي، يادو کسانو په تېره يوه مياشت کې سروې ترسره کړې چې له مخې یې په دغه ولايت کې ٥٣ نور ځايونه هم د تاريخي سيمو په توګه ثبت شوي دي.

د هغه په وينا، دغه سيمې په خوست، فرينګ، ګذرګاه نور، بورکې او نهرین ولسوالیو کې دي چې ځينې په اسلامي دورې، ځينې يې په کوشانيانو او ځينې نورې بيا د شاه امان‌الله خان له وخت سره تړاو لري.

هغه وويل چې په دغو تاريخي سيمو کې کاروان سرايونه، کلاګانې او تپې شاملې دي.

دغه راز په بغلان کې د تاریخي سیمو ساتنې ځانګړې قطعې قوماندان خلیل خطاب وايي، کېدای شي چې پخوا به په ځينو تاريخي سيمو کې کیندنې شوې وې خو په تېرو دوو کلونو کې هیچا ته په تاريخي سيمو کې د کیندنو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د هغه په خبره، د سيمې خلکو او قومي مشرانو هم ورسره ژمنه کړې چې د تاريخي سيمو په ساتنه کې همکاري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په لومړيو کې هم د بغلان په نهو ولسواليو کې ١٥ ځايونه د تاريخي سيمو په توګه ثبت شوي وو.

Views: 665

Exit mobile version