کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت سرپرست وایي، یو ملي او اسلامي فکر د افغانستان د دردونو دوا ده او که د ملي یووالي فکر جوړ نه شي نو تل به ستونزې موجودې وي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع په خپله توېټرپاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست خليفه سراجالدین حقاني د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې تخار ته ولاړ او هلته یې په جوړه شوې غونډه کې خلکو ته وینا وکړه.
حقاني ویلي: «افغانستان د اسیا زړه یادېږي، زړه شمال او جنوب نه لري، ټول یو ځای درزېږي، افغانستان به خدای جوړ کړي، خو د فکر جوړولو ته ډېر ضرورت دی، که مو د ملي وحدت فکر جوړ نه کړای شو، همیش به په جنجالونو اخته یو، یو ملي او اسلامي فکر د افغانستان د دردونو دوا ده.»
د کورنیو چارو وزارت سرپرست زیاتوي چې بهر ته د تللو نیمايي کسانو کورونه دلته دي، له خپلو خپلوانو دې پوښتنې وکړي، عمومي عفوه تامین ده.
په دې غونډه کې د تخار والي شيخ ضياءالرحمان مدني وویل چې تخار له پخوا د علم او جهاد مرکز پاتې شوی، په دغه ولایت کې نامتو محدثین، قاریان او فقهاء تېر شوي دي.
هغه د بېلګې په توګه د ابو سلیمان تالقاني نوم واخيست چې د دغه ولایت یو لوی فقیه و.
نوموړي په خپلو خبرو کې په تخار کې د ځینو بندونو، سړکونو، لارو، طب پوهنځي جوړولو او د ماسټرۍ پروګرام پیلېدو غوښتنه وکړه.
Views: 65