ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې ۸۰۰ صنعتي کارخونې او شرکتونه د ښځو له لوري مدیریت کېږي

3 Jul 2023 - 11:43
3 Jul 2023 - 11:43

مزارشریف (پژواک، ۱٢ چنګاښ ۱۴۰۲): په بلخ ولایت کې شاوخوا ۸۰۰ صنعتي کارخونې او شرکتونه د ښځو له لوري مدیریت کېږي چې ورسره زرګونو نورو ښځو ته پکې د کار کولو فرصتونه برابر شوي دي.

د بلخ د صنعت او معدن خونې د ښځو برخې مسوولې امنې عنایت‌زاده پژواک ته وويل چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۸۰۰ صنعتي کارخونې او سوداګریز شرکتونه د ښځو له خوا مدیریت کېږي.

هغې زياته کړه، په هره کارخونه او شرکت کې لسګونه نورو ښځو ته د کار کولو فرصت برابر شوى دى.

د هغې په وینا، یادې کارخونې د کرنیزو، خوراکي توکو، لاسي صنایعو، غالۍ اوبدلو او جامو ګنډلو برخو کې فعالیت کوي.

په ورته مهال، د دغه ولایت صنعت‌کارانې له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې تولیداتو ته یې بازارموندنه وکړي.

د یوې صنعتي کارخونې مسووله پښتنه افغان وایي، شاوخوا لس کاله مخکې يې د يوې بهرنې موسسې په مرسته د صابون او مخ کريمونو جوړولو فابريکه جوړه کړې ده.

هغې وويل، په لومړیو کې ٦٠ ښځو کار ورسره کاوه خو اوس یې د کارکوونکو شمېر د ځينو ستونزو له امله  ١٤ ته راټيټ شوى دى.

هغې زیاته کړه، خپل توليدات د نورو ولايتونو ترڅنګ بهرنيو هېوادونو ته هم استوي خو دا چې ماشينونه يې سټنډرډ او معیاري نه دي، نه شي کولاى په نړۍوال معيار برابر توکي بازار ته عرضه کړي.

هغه دغه راز وايي، حکومت بايد د ماشينونو او توليداتو ته د بازارموندنې برخو کې له دوى سره همکاري وکړي.

دغه راز زینب خرددوست چې د لاسي صنایعو د تولید شرکت لري، پژواک ته وويل، له څلورو کلونو راهیسې د ۱۵ نورو ښځو په مرسته افغاني جامې او لاسي توکي تولیدوي او پلوري یې.

زینب زیاتوي، تولیدات یې د هېواد دننه او بهر کې پېرېدونکي لري خو د پخوا په پرتله یې د توکو پلور کم شوی دی.

زینب له حکومته غوښتنه کوي چې د افغاني تولیداتو د ودې په موخه ورته مناسب ځای جوړ او هم دې ورته بازار پيدا کړي.

په همدې حال کې د یادو کارخونو او شرکتونو کارکوونکې بیا خوښي څرګندوي چې د کار زمینه ورته برابره شوې ده.

د یاد شرکت يوې کارکوونکې فېروزې پژواک ته وويل، خوښه ده چې کاري فرصت ورته برابر شوی دى.

هغې زياته کړه چې خپلې او د کورنۍ يوه برخه کې اقتصادي اړتیاوې له دې لارې پوره کوي.

په ورته وخت کې د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال خواجه نصیراحمد نیازی له سوداګرو او صنعت‌کارو ښځو ملاتړ خپل مسوولیت بولي او د ملاتړ ډاډ ورکوي.

هغه وایي، د یادو ښځو ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه کړې او لا هم هڅه کوي څو یې د کارونو د ودې او پراختیا لپاره ټولې ستونزې حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د خدیجة‌الکبرا په ښځینه بازار کې هم شاوخوا ۹۰۰ ښځو ته د کار فرصتونه برابر شوي دي.

Views: 175

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version