Pajhwok Afghan News

تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۶ کسان وژل شوي او لس نور ټپیان وو

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۲): تېره اونۍ یوناما وویل چې د افغانستان په اړه د دوحې ناستې ته ورته جوړېدونکې غونډې ته د ا.ا استازي هم بلل کېږي، بایډن بیا وویل چې القاعده په افغانستان کې نشته، خو یو بل امریکایي چارواکي دا څرګندونې د افغانستان سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره هڅه وبلله.

د اونۍ مهم خبرونه:

مرګ‌ژوبله

تېر اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې ۱۶ کسان وژل شوي او لس نور ټپیان وو.

امنيتي چارواکي وايي، امنيتي ځواکونو په بلخ او بدخشان کې څلور وسله‌وال غله وژلي او ایراني سرحدي ځواکونو نیمروز کې پر پوله پنځه هغه افغان ځوانان وژلي او يو بل يې ټپي کړی چې غوښتل یې ایران ته ولاړ شي.

راپورونه ښيي، ناپېژاندو وسله‌والو په کاپيسا کې يو دیني عالم او په بلخ کې يو پوځي افسر او په همدغه ولايت کې يوه مېرمن په مرموز ډول ووژل.

ځايي چارواکي وايي، فارياب کې د راکټ مرمۍ چادونه کې درېيو ماشومانو خپل ‎ژوند له لاسه ورکړ او درې نور ټپيان شول، کاپيسا کې د دوو کورنيو خپلمنځۍ شخړه کې شپږ کسان ټپيان شول او پروان کې یو کس خپل ورور وواژه.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې اووه کسان وژل شوي وو او درې نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د شانګهای سازمان غونډه او پر ټولګډون حکومت ټینګار

د هند په کوربه‌توب د شانګهای همکاریو سازمان ۲۳مه سرمشریزه غونډه د روانې چنګاښ میاشتې په ۱۳مه په انلاین بڼه ترسره شوه؛ د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې پر ټولګډون حکومت او له افغانانو سره پر بشري مرستو ټینګار وکړ.

د غونډې په اعلامیه کې راغلي وو چې د شانګهای غړي هېوادونه پر دې باور دي چې دوی د یوه خپلواک، بې‌طرفه، متحد، ډیموکراتیک او سوله‌ییز دولت په توګه له ترهګرۍ، جګړې او نشه‌یي توکو د پاک افغانستان جوړولو پلوي کوي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهيان د ناپېیلو هېوادونو ټولنې په ناسته – چې د اذربايجان پلازمېنه باکو کې جوړه شوې وه او افغانستان يې هم دایمي غړی دی – په افغانستان کې د روان کړکېچ حل‌لاره د ټولو قومونو په ګډون د ټولګډون حکومت جوړېدل بللي دي.

خو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد د عبداللهیان څرګندونو په غبرګون کې ويلي چې د افغانستان سرپرست حکومت ټولګډون دی. مجاهد زیاته کړې: «د افغانستان دننه نظام جوړول او يا د نظام څرنګوالی د افغانانو کار دی او دا په نورو هېوادونو پورې هيڅ ارتباط نه لري.»

له کابل سره تعامل او د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندنه

د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزير د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافیر رابرټ چاترټن ډیکسن سره لیدنه کې له دغه هېواده غوښتي چې له کابل سره تعامل ته راوړاندې شي.

دغه راز د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني ويلي، د افغانستان سرپرست حکومت له دې امله په رسمیت نه پېژندل کېږي چې د نړۍوالو “فرمایشونه” نه مني.

«د دوحې ناستې ته ورته غونډې ته د ا.ا استازي هم بولو.»

د يوناما سياسي څانګې مشر سکاټ سميت د ریاست‌الوزراء د کفیل او سیاسي معاونیت د دفتر له ریيس مولوي ذاکر سره په ليدنه کې ويلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي غواړي د ۲۰۲۳ کال له پای ته رسېدو مخکې د دوحې ناستې ته ورته غونډه جوړه کړي او د ا.ا مشرانو ته به په کې هم د ګډون بلنه ورکړي.

د افغانستان په اړه د دوحې دوه ورځنۍ غونډه د روان کال په غویي میاشت کې جوړه شوه، خو د افغانستان سرپرست حکومت استازو ته په کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شې.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي د يادې ناستې په پای کې د جزئیاتو ورکولو پرته ویلي وو چې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان په اړه پر یوې «ګډې تګلارې» سلا شوي دي.

د القاعده په اړه د بایډن څرګندونې

د امريکا ولسمشر جو بايډن وړمه اونۍ ویلي وو: «دا به مو په یاد وي چې د افغانستان په اړه مې څه ویلي وو؟ ما ویلي وو چې د القاعدې ډله به هلته (افغانستان) نه وي، ما ویلي وو چې دوی به هلته نه وي، ما ویلي وو چې طالبان به له موږ سره همکاري وکړي، اوس څه روان دي؟ څه تېرېږي؟ خپلې رسنۍ وڅارئ، زه په حقه وم.»

د سرپرست حکومت ځینو مخالفینو پر خواله رسنیو ویلي، د بایډن څرګندونې ښیي چې امریکا او ‌‌«طالبانو» له پخوا له یو بل سره ښې اړیکې لرلې.

خو ذبیح‌الله مجاهد وایي، د افغانستان په اړه د بایډن وروستۍ یادې څرګندونې د اسلامي امارت اعلان شوو ژمنو ته پابندي ثابتوي او په ټولو پرېکړو کې د افغانستان خپلواکي د ازادۍ په معنا ده؛ نه د غلامۍ.

خو د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال وايي، د افغانستان په اړه د بایډن خبرې حقیقت نه لري او دا یوازې د افغانستان سرپرست حکومت رسمیت پېژندلو لپاره هڅه ګڼل کېدای شي.

د نجونو زدهکړې او له افغانستان سره د نړۍ تعامل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ مرستیال مارکس پوټزل ویلي، ښځې په ټولنه کې د کار حق لري، که چېرې د نجونو د زده‌کړو مسئله حل شي، له افغانستان سره به د نړۍ تعامل زیات شي.

د بښنې نړۍوال سازمان یو ځل بیا پر نجونو او مېرمنو د زده‌کړو او کار محدوديت له ټولنیزو او اقتصادي حقونو د هغوی حذف ګڼي او زیاتوي چې اسلامي امارت باید د خپلو دې ډول کړنو پر وړاندې ځواب ویونکی وي.

خو ذبیح‌الله مجاهد د ياد سازمان څرګندونو په غبرګون کې وايي: «موږ ویلي وو هغه چارې چې د افغانستان په خلکو پورې اړوندې دي او د افغانستان کورني مسایل دي، په هغه کې دې لاس‌وهنه ونه شي، پر هغو مسایلو دې تمرکز وشي چې له افغانستان سره خپلې اړیکې تنظیم کړي او داسې چلند دې وشي لکه دوه هېوادونه چې اړیکې ټینګوي، نه داسې چې د هېوادونو په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه وشي، د افغانانو د زده‌کړو او کار ستونزې د افغانانو ستونزې دي، دا حلوو.»

دغه راز، په افغانستان کې د بریتانیا سفارت شارژدافیر روبیرټ ډیکسن او د جاپان سفیر تاکاشي اوکاډا د افغانستان بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په بېلو لیدنو د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو فعالیت پر اهمیت خبرې کړې دي.

بشري مرستې

هند له افغانستان سره د لس زره ټنه غنمو مرسته کړې، سويس له افغانستان سره د ۱.۵ میلیون فرانک مرستې اعلان کړی او جاپان په افغانستان کې د څه باندې ۷۰ زره ماشومانو زده‌کړو په برخه کې د ۱۰ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ.

Views: 147

Exit mobile version