Pajhwok Afghan News

د کانکور ازموینه د تېر په څېر په عمومي ډول د چنګاښ په ۲۹مه او ۳۰مه پیلېږي

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د ازموینو ملي ادارې د کانکور ازموینې مهالوېش اعلان کړ، وایي سږ کال به دغه ازموینه د تېر په څېرعمومي وي، خو راتلونکی کال به بیا اختصاصي شي.

د ازموینو ملي ادارې نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د یادې ادارې مشر شیخ عبدالباقي حقاني له باختر اژانس سره په خبرو کې ویلي وو چې له دې وروسته به کانکور اختصاصي کېږي او له ازموینې ورکوونکو به په اختصاصي ډول ټولنیزو، ساینسي او طبي علومو کې ازموینه اخیستل کېږي.

سرچینې زیاتوي، د سږ کال کانکور ازموینه به د تېر په څېر عمومي وي، خو د راتلونکي کال کانکور ازموینه به د پوهنې له وزارت سره په همغږۍ اختصاصي شي.

یادې ادارې لیکلي، سږ کال به د خصوصي پوهنتونونو کانکور ازموینه هم د ازموینو ملي اداره اخلي.

د سرچینې معلوماتو له مخې، تر دې مهاله د خصوصي پوهنتونونو فورمې د ازموینو ملي ادارې ته نه دي وروړل شوې، خو د یادې ازموینې اخیستلو لپاره کافي وخت شته او شرایط ورته برابر دي چې یاده ازموینه به په اختصاصي توګه واخیستل شي.

د یو بل خبر له مخې، یادې ادارې نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د کانکور ازموینه به له لاندې مهالوېش سره سمه په پنځو پړاوونو کې واخیستل شي.

سرچینې لیکلي، د دې ازموینې لومړي پړاو کې ۱۱ ولایتونه شامل دي چې د بایومټریک معلوماتو د ثبت پروسه به یې د روان لمریز کال د چنګاښ په ۲۷ او ۲۸ نېټو او ازموینه به یې د همدې میاشتې په ۲۹ او ۳۰ نېټو واخیستل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په لومړي دور کې بامیان، بغلان، پکتیا، تخار، جوزجان، خوست، فاریاب، لوګر، دایکنډي، سرپل او غور ولایتونه شامل دي.

د یادې ادارې څرګندونو له مخې، په دویم دور کې بادغیس، غزني، کاپیسا، کونړ، ننګرهار او میدان‌وردګ، په درېیم دور کې اروزګان، بلخ، پکتیکا، سمنګان او نیمروز ولایتونه شامل دي.

سرچینه زیاتوي، په څلورم دور کې به د کابل او په پنځم دور کې به متفرقه او له هېواده بهر فارغانو ازموینه واخیستل شي.

سرچینه کاږي، د دویم، درېیم، څلورم او پنځم پړاو ازموینو وخت به وروسته اعلان شي.

Views: 380

Exit mobile version