Pajhwok Afghan News

د ناقانونه کډوالۍ یوې قرباني شوې کورنۍ پاتې غړی ضمیر وايي، حکومت دې کاري زمینې برابرې کړي

محمود راقي (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲): تنکی ځوان ضمیر چې د کورنۍ څلور غړي یې د ایران پر قاچاقي لارو له لاسه ورکړي؛ له اسلامي امارته غواړي چې د خلکو لپار د کاري فرصتونو برابرولو ته لومړیتوب ورکړي څو بل هيڅ افغان د ده له برخلیک سره مخ نه شي.

د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته نړۍوالې ټولنې تر ډېره بریده خپلې مرستې له افغانستان سره کمې کړې، د دغه هېواد څه باندې ۹ میلیارده ډالر پانګه د امریکا متحده ایالتونو له لوري کنګل شوه چې په پایله کې یې بې‌وزلي، بېکاري او د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتې شوې. یو شمېر افغانانو د اقتصادي ستونزو له امله په قانوني او غیرقانوني ډول نورو هېوادونو ته مخه کړه.

که څه ‌هم ډېری کورنۍ پوهېږي چې نورو هېوادونو ته تګ له ستونزو خالي نه دی خو بیا هم د اقتصادي ستونزو هواري او یو ښه راتلونکي په تمه دغو هېوادونو ته مخه کوي.

یوه پنځه کسیزه کورنۍ چې د تېر کال په وروستیو کې د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله له قاچاقي لارو ایران ته روانه شوه، له بده مرغه پر لارو د ترافیکي پېښې له امله یې‎ څلورو غړو ژوند له لاسه ورکړ او یوازې ۱۷ کلن زوی یې ضمیر له سختو ناهیلیو سره هېواد ته راستون شو.

دغه ځوان چې ضمیر نومیږي او د کاپیسا د دویمې حصې اصلي اوسېدونکی دی، له ایرانه له بېرته راستنېدو وروسته د کابل په خیرخانه کې له خپل تره سره اوسېږي.

د هغه په وینا، پلار یې چې د کورنۍ یوازېنی سرپرست و او په یوه شخصي موسسه کې یې د اشپز په توګه کار کاوه، په هېواد کې د سیاسي بدلون له راتلو او د موسسې فعالیت له درېدو وروسته یې خپله دنده له لاسه ورکړه او ایران ته یې د کډوال کېدو هوډ وکړ.

هغه وايي: «د پلار دنده له لاسه ورکول د دې لامل شو چې پوروړي شو، هوډ مو وکړ څو ایران ته لاړ شو؛ ځکه چې بېکاري او ناچاري ستونزمن وو.»

هغه وویل، تر ایرانه د سفر لګښت یې د خپل کور ګرو کولو له لارې چمتو کړی و، له یوه قاچاقبر سره یې خبره وکړه او ایران ته روان شول.

ضمیر وايي: «ایران ته مو حرکت وکړ څو حلاله روزي پیدا کړو خو خبر نه وو چې له څه ډول برخلیک سره مخ کېږو، موټر مو ټکر شو او له پنځه کسیزې کورنۍ یوازې زه ژوندی پاتې شوم.»

هغه له یادې زړه بوږنوونکې پېښې څو میاشتې وروسته هم چې د کورنۍ څلور غړي یې په‌کې له لاسه ورکړي، له ناوړه روحي او رواني وضعیت سره مخ دی.

نوموړي د دې پېښې په اړه داسې وویل: «شپږ ورځې مو سفر کړی و، ټول ستړي، خسته او ګنګس وو، زه د موټر په ټولبکس کې وم او خوب وړی وم چې موټر ټکر وکړ، کله چې روغتون کې په هوښ شوم، ومې لیدل چې یوازې زه ژوندی یم، د پلار، مور، خور او ورور مړي مې یې د روغتون په سړه خونه کې ایښي وو.»

خو دا پېښه ایران ته د ضمیر د سفر د غمیزې پای نه دی؛ دغه ځوان باید د خپلې کورنۍ مړي بېرته هغه هېواد ته چې ترې راکډوال شوی، ولېږدوي.

د ضمیر په خبره، کله یې چې تره د هغه د کورنۍ د غړو له مړینې خبر شو، نو ویې ویل چې د ورور او د کورنۍ د غړو جسدونه یې باید کابل ته ولېږدول شي.

هغه زیاته کړه: «له موږ څخه یې اته میلیون تومان د سړې خونې پیسې واخیستې، ۳۸ میلیون تومان مې موټرچلوونکو ته ورکړل چې موږ یې تر پولې راوستلو، پوله کې مې هم اووه میلیون تومان ورکړل، نورې مې هم ډیرې ستونزې ولیدلې.»

ضمیر چې د خپلې کورنۍ د انځورونو په ښودلو سره یې سخت ژړل ویې ویل: «له اسلامي امارت څخه غواړم چې د خلکو لپاره کار پیدا کړي.»

هغه د خپلو خبرو په پای کې له خلکو وغوښتل: «سل افغانۍ پیدا کړئ خو په خپل افغانستان کې یې پیدا کړئ، هیچ ځای ته مه ځئ او له خپلې کورنۍ سره و اوسئ او له کورنۍ مه جلا کیږئ، قاچاقي لارې ډیرې خطرناکې دي او زه یې له هرڅه خبر یم.»

خو دا یوازې ضمیر نه دی چې له بیکارۍ د خلاصون او د ښه ژوند په هیله له ډېر بد برخلیک سره مخ شوی، بلکې زرګونه افغانې کورنۍ شته چې د هېواد په پرېښودو سره له بېلابېلو ستونزو او خطرونو سره مخ شوې دي.

په کابل ښار کې د لوړو زده‌کړو دې یوې خصوصي موسسې استاد چې د سیاسي نظام له سقوط وروسته له خپلې کورنۍ سره یوه اروپایي هیواد ته تللی و، هلته له شاوخوا ۵ میاشتو اوسېدو وروسته اوس بیرته هېواد ته راستون شوی دی.

هغه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي پژواک ته وویل: «له هېواد څخه چې ووتلې که د دنیا  هر ځای وي، تاته پردی دی، نه یې له کلتور سره بلد یي، نه یې له ژبې سره او نه یې هم له خلکو سره، دا هرڅه ټول انسان ته سخت دردوونکي دي.»

هغه زیاته کړه: «هغه ستونزې چې د کډوالۍ پر مهال موږ ورسره مخ شوي یو، که تاسو ته یې بیان وکړم، کتابونه به پرې ولیکل شي، ما ونه غوښتل چې اولادونه مې د خپل هېواد د دین، کلتور او رواجونو څخه لرې پاتي شي، د بلابیلو لاملونو له امله هېواد ته راستون شوم خو هیله مې دا ده چې اسلامي امارت زموږ د نجونو د زده کړو مخه ونه نیسي.»

نوموړي زیاته کړه، هر ډول کډوالي خپلې ستونزې لري خو غیرقانوني کډوالي له بل هر ډول کډوالۍ ډیره خطرناکه ده.

هغه چې اوس مهال سوداګریز کاروبار لري وایي: «که اسلامي امارت خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، د نجونو د درس او زده کړو مخه ونه نیسي، زه فکر کوم ډېری هغه کسان چې د له هېواده د وتلو له بهیر وروسته بهر ته تللي دي، هېواد ته به راستانه شي.»

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا له اسلامي امارته وغوښتل: «له هر څه ډېر کاري پروګرامونو ته لومړیتوب ورکړئ، نجونو او هلکانو ته د زده‌کړو یوشان زمینه برابره کړئ، زده کړې د هر انسان حق دی.»

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پژواک ته وویل چې کارموندنه د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې ده او دې برخه کې جدي هڅې روانې دي.

هغه بلخ ولایت کې د قوش‌تپې پروژې ته په اشارې وویل چې اوسمهال د یادې پروژې له لارې پنځه زره افغانانو ته د کار زمینه برابره شوې او دغه‌راز پر څو نورو پروژو هم کار دوام لري.

نوموړي زیاته کړه: «البته دا بسنه نه کوي موږ هڅه کوو چې نور هم کاري فرصتونه ډېر شي څو خلک وکولای شي په خپل هېواد کې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي او اړتیا پیدا نه شي څو هغوی مسافر شي او له قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته ولاړ شي.»

سره له دې چې چارواکو په وار وار ویلي، د ښځو او نجونو د کار او زده‌کړو مخه نه نیسي او د کار او زده‌کړو لپاره د خوندي چاپیریال په برابریدو سره به ښځو او نجونو ته د کار او زده‌کړو اجازه ورکړل شي خو تر اوسه هم روښانه نه ده چې دا ژمنه به څه وخت د عمل جامه واغوندي.

Views: 123

Exit mobile version